شبرغان (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۳): جوزجان کې یوه ښځه چې د خوږو د تولید کارخونه یې جوړه کړې، وایي، د دې ترڅنګ چې له دې لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه برابروي، لسو نورو بېوزلو ښځو ته یې هم د کار زمینه برابره کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر ښځې له بېکارۍ او خراب اقتصادي حالته شکایت لري او له اسلامي امارته د کاري فرصتونو رامنځته کولو غوښتنه کوي.
د «شیریني سرای بهترین» بنسټګرې شکریې مصدق پژواک خبري اژانس ته وویل چې شاوخوا یو کال مخکې یې دا کارخونه جوړه کړې او اوس یې کاروبار غوړېدلی دی.
هغې وویل: «د دې کارخونې جوړولو موخه ښځو ته کارموندنه ده، زه په دې نوښت سره وتوانېدلم چې ۱۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړم.»
مېرمن مصدق وایي چې دې کارخونه کې د ورځې بېلابېل ډوله خواږه، کېک او کلچې چمتو او بازار ته یې وړاندې کوي.
نوموړې وایي چې د خپل کاروبار د غوړېدو لپاره پروګرام لري څو نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړي؛ ځکه چې په جوزجان کې ډېرې داسې ښځې شته چې تجربه او حرفوي مهارتونه لري خو بیا هم بېکاره دي.
هغه وایي: «اوسمهال موږ په خپله کارخونه کې خواږه، کېک او کلچې چمتو کوو، هر څومره چې زموږ کار ښه شي، موږ خپل تولیدات ډېروو او هڅه کوو چې ډېرې ښځې کار ته جذب کړو.»
مېرمن مصدق د دې کارخونې د تولیداتو ښه کیفیت ته په اشارې وویل چې ورځ تر بلې پلور یې ډېر او عاید يې زیاتېږي.
دا له اسلامي امارت او خصوصي بنسټونو غواړي چې له دې ملاتړ وکړي څو وکولی شي خپل کاروبار پراخ او ډېرو نارینه او ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.
هغې زیاته کړه: «موږ ته دې یو ځای راکړي څو یوه لویه کارخونه جوړه کړو، که د وسایلو او تجهیزاتو په برخه کې له موږ سره مرسته وکړي، ډېره به ښه وي.»
په دې کارخونه کې چې یو شمېر ښځو ته د کار زمینه برابره شوې، خوشحاله دي.
د یادې کارخونې یوه استاده سمیرا وایي، دې کارخونه کې یې د همکارانو او استادانو له خوا ښه مهارتونه زده کړي او دا توانېدلې چې د خپلې کورنۍ په اقتصاد کې برخه واخلي.
هغه وایي: «زما او زما د پلار په کور کې څوک عاید نه لري، زما د کورنۍ ۴ غړي دي، کله چې تنخوا اخلم او خپلې کورنۍ ته خرید کوم، ځان توانمنده احساسوم، دې کارخونه کې له کاره ډېره خوشحاله یم.»
ورته مهال، په یاده کارخونه کې یوې کار زدهکوونکې ثریا چې د خوږو تولید کې بوخته ده، وویل، اته میاشتې کېږي چې دې کارخونه کې کار کوي او د میاشتې درې زره افغانۍ تنخوا لري.
هغې زیاته کړه: «د دې کارخونې په جوړېدو سره موږ ته د کار زمینه برابره شوه او له دې لارې کولای شو چې د خپلو کورنیو اقتصاد کې فعاله ونډه ولرو.»
بلخوا، د جوزجان د سوداګرۍ او صنایع خونې مسوولې لطیفې سرورزاده وویل چې د داسې کارخونو جوړېدل مهم دي او باید له داسې ښځو ملاتړ وشي.
هغې وویل: «د جوزجان د سوداګرۍ او صنایع خونې ریاست په خپل ټول توان سره د سوداګرو ښځو په خدمت کې ده او د هغوی له هڅو مادي او معنوي ملاتړ کوي.»
نوموړې د دې کارخونې کار او فعالیت ته په اشارې وویل: «اوسنیو شرایطو کې د ښځو لپاره د داسې کارخونې جوړول یو موثر اقدام دی، دې کارخونه کې په کار بوختې ښځې د خپلو کورنیو په اقتصاد کې ډېر ښه رول لري.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP