اسعداباد (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۳): کونړ ولایت کې د قیمتي ډبرو یو شمېر سوداګر وايي چې حکومت دې بهرنیو هېوادونو ته د قیمتي ډبرو صادرولو قانوني اجازه ورکړي.
په کونړ کې د قیمتي ډبرو یوه سوداګر حاجي ناصرخان پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی نهشي کولای خپل مالونه د خرڅلاو په موخه نورو هېوادونو ته ولېږدوي چې له امله یې د دوی سوداګري ټکنۍ شوې ده.
هغه زیاته کړه: «موږ نه شو کولای د ازادې بولۍ له لارې پېرل شوې قیمتي ډبرې له افغانستانه بهر نورو هېوادونو ته صادرې کړو؛ ځکه حکومت یې د انتقال مخه نیولې ده؛ دې چارې زموږ سوداګري هم ډېره ټکنۍ کړې، غوښتنه مو دا ده چې موږ ته دې اجازه راکړل شي.»
د نوموړي په خبره، نړۍوالو بازارونو ته د دوی نه لاسرسی د دې لامل شوی چې د قیمتي ډبرو د سوداګرۍ د پراختیا مخه ونیول شي.
دغه راز یوه بل سوداګر ضیاءالله ساپي وویل، نه له هېواده د باندې د کاڼو د لېږد اجازه لري او نه د کانونو د استخراج په موخه له چاودېدونکو توکو استفاده کولای شي چې له امله یې د دوی کاروبار زیانمن شوی دی.
هغه زیاته کړه: «زموږ سوداګري له تاوان سره مخ ده؛ له یوې خوا نه شو کولی چې خپل قیمتي کاڼي د خرڅلاو لپاره بهر ته صادر کړو، له بل لوري زموږ کانکیندونکي نهشي کولای د استخراج لپاره چاودېدونکي توکي په ډاډه زړه تر معدنه ورسوي، امنیتي کسان اجازه نه ورکوي.»
دوی غوښتنه کوي چې حکومت دې ورته په کور دننه او بهر د پراخې سوداګرۍ په موخه اسانتیاوې برابرې کړي.
ورته مهال، د دغه ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وایي، هڅه کوي د دغه ولایت سوداګرو ته د قیمتي او نیمه قیمتي کاڼو د پېر او پلور په موخه مناسب بازار برابر کړي.
د یادې ادارې رییس مولوي شېرین حقاني پژواک ته وویل، د قیمتي ډبرو د سوداګرو ستونزې او وړاندیزونه یې له مرکزي حکومت سره شریک کړي او تمه لري چې د حل برخه کې به یې اقدامات ترسره شي.
د هغه په خبره: «د کانونو او پټرولیم وزارت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د استخراج او بهر ته یې د صادرېدو لپاره د یوې کړنلارې په جوړولو کار روان کړی چې په تطبیق سره به یې د سوداګرو ټولې ستونزې حل شي.»
نوموړي زیاته کړه، د ۱۴۰۳ لمریز کال په اوږدو کې د ازادې بولۍ له لارې د میلیونونو افغانیو په ارزښت قیمتي کاڼې پلورل شوي چې له مخې یې څه باندې ۷۳ میلیونه افغانۍ د حکومت خزانې ته حواله شوې دي.
د یادونې ده، اوسمهال د کونړ د چپې درې او پېچ درې ولسوالیو په یو شمېر سیمو کې د قیمتي ډبرو د کيندنې چارې روانې دي چې د مسوولینو په وینا، شاوخوا ۱۵ زره کسانو ته پهکې د کار زمینه برابره شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP