بامیان (پژواک،۳۰ سلواغه ۱۴۰۳): بامیان کې د چاپېریالساتنې برخې یو شمېر فعالان په دغه ولایت کې د پلاستیکي کثافاتو پر ډېرېدو اندېښنه ښيي او پر دې د ټینګار ترڅنګ چې د پلاستیکي کڅوړو ځای دې تکهیي کڅوړې ونیسي، زیاتوي چې دغه کار کولای شي د چاپېریال خوندیتوب کې مهم رول ولري.
د چاپېریالساتنې یو کارپوه علي رفعت وایي چې پلاستیکې کڅوړې معمولاً له استفادې وروسته په طبیعت کې اچول کېږي چې دغه کار د چاپېریال د پراخې ککړتیا لامل کېږي، د دغو کثافاتو ډېروالی وحشي ژوو او چاپېریال ته سخت زیان رسوي او د خلکو پر روغتیا هم منفي اغېز لري.
هغه وویل: «که خلک د پلاستیکي کڅوړو پر ځای له تکهیي هغو استفاده وکړي، د پلاستیکي کثافاتو اندازه به ډېره کمه شي او د چاپېریال خوندیتوب زمینه برابریږي.»
د بامیان یوه اوسېدونکي احمد نبيزاده د پلاستیکي کثافاتو شتون د اندېښنې وړ وباله او له اړوندو بنسټونو یې غوښتنه وکړه څو د دې ستونزې د حل لپاره اقدام وکړي.
نوموړي زیاته کړه: «د بامیان لرغوني او طبیعي ځایونه اوسمهال پلاستیکونو نیولي او د سیمې د اوسېدونکو ژوند یې اغېزمن کړی دی.»
د هغه په خبره، دا چې بامیان ته ډېر ګرځندویان راځي، ډېری پلاستیکي کثافات د همدغو ګرځندویانو له لوري په دې سیمه کې اچول کېږي او تر اوسه د دغه کار د مخنیوي په موخه هيڅ اقدام نه دی شوی.
ورته مهال، د چاپېریالساتنې برخې کارپوهان پلاستیکي کثافات د روغتیا له اړخه ډېر مضر او خطرناک بولي.
په دې اړه د طبیعي علومو یوه پوه علي نظري وویل چې پلاستیکي کثافات د وخت په تېرو په کوچنیو ذرو بدلېږي او مضر کیمیاوي توکي ازادوي چې دا کېدای شي له خوړو سره ګډ شي او د انسانانو او څارویو روغتیا وګواښي.
هغه وویل: «د پلاستیک په تجزیې او تولید سره په فضا کې مضر ګازونه لکه میتان، کاربن او کاربن دای اوکساید ازادیږي چې دا چاره د هوا د ککړتیا او شین کوریزو ګازونو ډېرېدو لامل کېږي.»
د هغه په خبره، دا چې تکهیي کڅوړې په هر ځای کې د تولید وړ دي او د مکررې استفاده او بیا مینځلو امکان لري، کېدای شي له هغو استفاده د چاپېریالساتنې برخه :ې پوهاوي او له پلاستیکونو د کمې استفادې لپاره د خلکو د هڅونې لپاره یو مثبت اقدام و اوسي.
ورته مهال، ځایي مسوولین وایي چې د پلاستیکي کثافاتو کمولو په موخه لازم اقدامات شوي دي.
د بامیان د چاپېریالساتنې رییس ابراهیم دادفر د چاپېریالساتنې برخې فعالانو اندېښنې تاییدوي او وایي چې دا اداره د پلاستیکونو له امله د چاپېریال ککړتیا مخنیوي په موخه ځيني پروګرامونه په پام کې لري.
نوموړی وایي: «دې ته په پام چې کورنۍ په کم لګښت کولای شي تکهیي کڅوړې ترلاسه کړي، دا کولای شي د پلاستیکي کڅوړو ښه بدیل و اوسي.»
هغه دغه راز وویل چې د چاپېریالساتنې ادارې د سیمې زرګونو اوسېدونکو ته د اقلیمي بدلونونو، د هوا ککړېدو مخنیوي، د طبیعي سرچینو ساتنې او له یو ځل مصرف وسایلو د استفادې په اړه پوهاوی ورکړی دی.
د هغه په خبره، دغې ادارې د پلاستیک پر ځای له مناسب بدیله د استفادې او د خلکو د هڅونې په موخه پر خلکو د تکهیي کڅوړو د وېش اقدام کړی دی.
بامیان کې د چاپېریالساتنې برخې فعالان وایي چې د پلاستیکي کڅوړو پر خای له تکهیي هغو استفاده کولای شي د هوا ککړېدو مخنیوي کې مثبت اغېز ولري. د هغوی په خبره، په داسې حال کې چې یو شمېر حکومتې ادارو له دې ستونزې سره د مقابلې لپاره اقدامات کړي، خو داسې ښکاري چې پر وړاندې یې ډېرې ستونزې پرتې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP