Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

حشمت‌الله شهیدي: که چمپینز ټرافي سیالیو کې الله‌محمد غضنفر نه‌لرو، څلور نور پیاوړي سپينران لرو

کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۳): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبډل‌مشر وایي، په تمریناتي لوبو کې ورته نتیجه مهمه نه وه او د اتلانو جام (چمپینزټرافي) رسمي لوبو ته پوره چمتووالی لري.

د کرکټ ملي لوبډلې لوبډل‌مشر له بي‌بي‌سي سره په تازه مرکه کې ویلي، افغان لوبغاړو د پاکستان الف لوبډلې سره ښه لوبه ونه وکړه، خو د نیوزلېنډ لوبډلې پر وړاندې ښه ولوبېدل.

هغه زیاته کړې: «نه نیوزلېنډ لوبډله د لوبې ګټلو پسې تلله او نه موږ ته نتیجه مهمه وه، موږ ته دا مهمه وه چې لوبغاړي لوبه وکړي او میدان سره بلد شي او تېرو درېیو میاشتو کې موږ ۵۰ اووریزې لوبې نه وې کړې چې بېرته له دې فارمټ سره لوبغاړو بلدتیا پیدا کړه.»

نوموړي ویلي، د اتلانو جام سیالیو کې ورته ګټل مهم دي او زیاتوي چې لوبغاړي ورته پوره چمتووالی لري.

افغان لوبډل‌مشر ویلي، دغو سیالیو ته ښه او متوازنه لوبډله جوړه شوې او هر اړخ ته په‌کې پاملرنه شوې ده.

شهیدي دغه راز ويلي، په ملي لوبډله کې د الله‌محمد غضنفر نه‌شتون د خفګان وړ دی خو په لوبډله کې څلور نور پیاوړي سپینران لري چې د هغه تشه یې ډکه کړې ده.

الله‌محمد غضنفر چې یادو سیالیو کې د ملي لوبډلې برخه و، د ملا د ټپ له امله د لوبډلې له نوملړ بهر او پر ځای يې ننګیال خروټی لوبډلې ته واخیستل شو.

شهیدي په دغه مرکه کې د ورو توپ‌اچوونکي نوراحمد په اړه ویلي چې هغه یو با استعداده لوبغاړی دی او د نورو لوبډلو لوبغاړي ورڅخه په وېره کې دي او زیاتوي چې دې سیالیو کې به ښه وځلېږي.

د یادونې ده، سبا د فبروري میاشتې ۱۹مه پاکستان کې د افغانستان په ګډون د اتو لوبډلو ترمنځ د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) یو ورځنۍ سیالۍ پیلېږي چې افغان لوبډله له اسټرالیا، سوېلي افریقا او انګلستان لوبډلو سره په یوه ګروپ کې ده.

ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه له سوېلي افریقا سره د فبروري په ۲۱مه د پاکستان په کراچۍ ښار کې ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.