Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل او تهران ترمنځ د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو

کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۳): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د ایران له سفیر سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په کابل کې د ایران له سفیر علي‌رضا بیګدلي سره لیدلي دي.

خبرپاڼه کاږي، په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا او په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو.

د خبرپاڼې په حواله، په سوداګریزو او اقتصادي برخو کې د سوداګریزې راکړې ورکړې پر اسانتیا، د دواړو هېوادونو سوداګرو او پانګه‌والو ته د اسانتیاوو برابرولو، د ترانزیټي دهلېزونو د پراختیا او د دواړو هېوادونو د اړوندو بنسټونو د ښه کولو په اړه بحث وشو.

خبرپاڼه کې راغلي، دواړو خواوو د روغتیا او کرنې برخو کې د همکاریو زیاتولو او د تجربو د تبادلې په اړه خبرې وکړې او همداراز، د انرژۍ اړوند موضوعات، لکه د برېښنا د تأمین او د تخنیکي همکاریو د پراختیا په اړه هم بحثونه مطرح شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.