غزنيښار (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۳ ): غزني ولایت کې له ۲۵ روغتیايي مرکزونو سره د افغانانو د پوهې او وړتیا لوړولو موسسې له لوري د طبي او غیرطبي وسایلو مرسته وشوه.
د یادې موسسې ولايتي مسوول ډاکټر فضلاکبر اکبري رسنیو ته وویل چې د څه باندې پنځه ميليون افغانیو په لګښت د غزني ولایت ۲۵ روغتیايي مرکزونو ته طبي او غیرطبي وسايل او تجهیزات ورکړل شول.
هغه وویل چې له دغو توکو سره به په ډېرو سیمو کې د خلکو او روغتیايي مرکزونو اړوندې ستونزې هوارې شي.
هغه زیاته کړه: «په وسایلو او تجهیزاتو کې په روغتیايي مرکزونو کې د روغتیایي کارکوونکو لپاره د انستيزي وسایل، د جراحي ماشینونه، د لمریزې برېښنا تختې، اینورټرونه، بېټرۍ، د اوبو برېښنايي فلټرونه، د اشپزخانې کېټونه او نور د اړتیا وړ وسایل شامل دي.
دغه راز، د غزني د عامي روغتیا ريیس ډاکټر محمدځیرک ځيرک دغه مرستې ګټورې وبللې او ویې ویل، دغو مرستو ته ډېره اړتیا وه، خو په وینا یې چې دغه مرستې بسنه نه کوي او له موسسو یې په دې برخه کې د نورو همکاریو غوښتنه وکړه .
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د غزني د یو شمېر سیمو اوسېدونکو په روغتیايي مرکزونو کې درملو او نورو تجهیزاتو له کموالي شکایتونه کړي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP