جلالاباد (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۳): د ننګرهار ولايت د مرکز جلالاباد ښاروالۍ مسوولین وایي، تېرو لسو میاشتو کې دغې ادارې له بېلابېلو برخو څخه ۵۳۳ ميليون افغانۍ عواید ترلاسه کړي دي.
د جلالاباد ښاروالۍ مسوولینو نن د سلواغې په ۳۰مه د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له لوري په جوړ شوي خبري کنفرانس کې دا معلومات له رسنيو سره شریک کړل.
په دغه کنفرانس کې د جلالاباد ښاروالۍ مرستیال محمداسحاق سعید وويل، ښاروالۍ یوه غیر بودجوي اداره ده چې د ښاریانو د صفایۍ د محصول په بدل کې خلکو ته خدمات وړاندې کوي.
هغه زیاته کړه، د ښاروالۍ د داخلي عوایدو د ۶۵۵ ميليون افغانيو په لګښت روان کال ۴۶ پروژې پيل شوې وې چې ۲۲ هغه يې بشپړې شوې او د پاتې ۲۴ کارونه روان دي.
په کنفرانس کې د ښاروالۍ د تخنیکي او سکتوري چارو رييس انجینر وحیدالله مخلص د پروژو د کیفیت په تړاو رسنیو ته ډاډ ورکړ او د ښاروالۍ له بودجې پرته د همکارو موسسو د پروژو له کارونو یې یادونه وکړه.
نوموړي وویل: «د جلالاباد ښاروالۍ تر چتر لاندې بېلابېلې همکارې موسسې لکه یونپس، یو این هبیتات او یواېنډيپي کار کوي چې د یونپس همکارې موسسې په مرسته په روان کال کې ۴۲ پروژې د ۳۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ډېزاین شوي چې د ښار په نهه ګونو ناحیو کې یې کارونه جریان لري.»
په دغه خبري غونډه کې د جلالاباد ښاروالۍ د عوایدو رییس قاري عبدالواسع معاذ وويل چې د ۱۴۰۳ مالي کال په تېرو لسو میاشتو کې دې ښاروالۍ ۵۳۳ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي.
د نوموړي په وینا، دا عواید د باقیدارۍ، جوازونو، تجارتي او رهایشي ملکیتونو کرایو له لارې راټول شوي او ۵۰۸ میلیون افغانۍ یې د ښار نهو ناحیو ته د خدماتو وړاندې کولو لپاره لګول شوې دي.
معاذ زیاته کړې، د ښاروالۍ د عوایدو له ډلې ۵۰ میلیون افغانۍ د باقیداري، ۳۶ میلیونه افغانۍ د جوازونو او پاتې عواید د ملکیتونو د کرایو له لارې راټول شوي دي.
نوموړی زیاتوي چې د جلالاباد ښاروالۍ په ۱۴۰۴ مالي کال کې د یو میلیارد ۲۰ میلیونه افغانیو د عوایدو هدف ټاکلی او هڅه کوي چې دا هدف ترلاسه کړي.
جلالاباد ښار د ښاروالۍ د مسوولینو په وینا، د بېلابېلو خدمتونو، سړکونو رغونې او ښاري نظم ښهوالي ته اړتیا لري او د عوایدو راټولولو هڅې کولی شي چې د ښار د لا پرمختګ لپاره مهم رول ولوبوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP