Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ویاندویانو سره د همغږۍ په غونډه کې له رسنیو سره د معلوماتو پر شریکولو ټینګار شوی

کابل (پژواک، کب لومړۍ ۱۴۰۳): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولینو د وزارتونو او مرکزي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ په غونډه کې، له رسنیو د معلوماتو پر شریکولو ټېینګار کړی دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د خپرونو چارو معینیت له لوري د وزارتونو او مرکزي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ غونډه جوړه وشوه.

د مطبوعاتو او رسنیو د څار رئیس مولوي صفي الله رائد په دغه غونډه کې ویلي، رسنۍ ځانګړی ارزښت لري، اسلامي امارت له هغو ملاتړ کوي او رسنۍ باید معیاري شي.

هغه له ویاندویانو غوښتي چې د رسنیو سره معلومات پر وخت شریک کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  د خپرونو چارو معین مهاجر فراهي ویلي: «زموږ او ستاسو مسوولیت دی چې حقیقتونه له خلکو سره شریک کړو؛ ویاندویان دې د خپلو ادارو لاسته راوړنې او پرمختګونه په ښه ډول سره خپاره کړي

د کاپي رایټ امر مولوي عبدالحق حماد همم ویلي، د ویاندویانو مسئولیت ډېر حساس دی او باید جدي پاملرنه ورته وکړي.

د اطلاعاتو فرهنګ  وزارت حقوقي مشاور قاري سعید خوستي هم ټینګار کړی چې مختلفې ادارې باید د رسنیو سره په همکارۍ د خپلو معلوماتو شریکولو لپاره پروګرامونه ترتیب کړي.

د باختر آژانس رئیس مولوي ضیاءالحق حقمل بیا ویلي، ډېرې دولتي او خصوصي رسنۍ په هېواد کې فعالیت لري او د نظام د لاستهراوړنو په خپرولو کې مهمه ونډه لري، باید له دوی سره همکاري وشي او د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورسره شریک شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.