هرات (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ١٤٠٣): په لومړي ځل په هرات کې یوه ځوان د غیرساري لکه سرطان او د زړه ناروغیو په اړه د عمومي پوهاوي لپاره انلاین اپلېکېشن جوړ کړی دی.
د «NCD» په نوم یاد اپلېکېشن په هرات کې د ټکنالوجۍ د یوه شرکت د رییس مصطفی اکرمي او د هغه د نورو ملګرو له خوا د شاوخوا ۹۰۰ ډالرو په لګښت د یوې نیمې میاشتې په موده کې جوړ شوی دی.
انجنیر اکرمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې ده د غیرساري ناروغیو ورځ تر بلې ډېرېدو ته په کتو له خپلو ملګرو سره ګډه تصمیم ونیو څو د پوهاوي دا وسیله جوړه کړي او کاروونکي کولای شي چې ټیلېفون او یا کمپیوټر کې د هغه په نصب سره د غیرساري ناروغیو په اړه عمومي، معتبر او علمي معلومات ترلاسه کړي.
نوموړي وویل چې د دغه پروګرام ټول معلومات د خلکو د اړتیاوو له مخې چمتو شوي او د دغو معلوماتو په راټولولو کې له دقته کار اخیستل شوی او هڅه شوې څو خلک په ساده او عامه ژبه معلوماتو ته لاسرسی ولري.
هغه وویل چې په دغه اپلېکېشن کې د غیرساري لکه د سرطان، زړه او شکرې ناروغیو په اړه متني او ځیني غږیز معلومات شامل دي چې دا ټول معلومات د همدې برخو له ډاکټرانو او استادانو راټول شوي دي.
نوموړي زیاته کړه: «د دغه اپلېکېشن جوړولو ایډي مې هغه مهال ذهن ته راغله چې ومې لیدل ډېری خلک د سرطان په اړه کافي معلومات نه لري او کله چې خپلو ناروغیو ته متوجه کېږي، ډېر ناوخته وي، د دغه اپلېکېشن د جوړولو موخه دا ده چې پوهاوی ډېر کړو، له خلکو سره مرسته وکړو څو سالم ژوند ولري.»
هغه د ناروغیو د مخنیوي اهمیت ته په اشاره وویل: «زموږ پیغام خلکو او ناروغانو ته دا دی چې وقایه له درملنې غوره ده، موږ د ناروغیو د مخنیوي لپاره ډېرې لارې لرو چې یوه له هغو سالم خواړه دي، خپل معلومات باید ډېر کړو څو وکولای شو پر ناروغیو د اخته کېدو مخه ونیسو.»
ورته مهال، د هرات حوزوي روغتون مسوولین په هرات کې پر سرطان د اخته کسانو ۳۰ سلنې ډېروالي خبره کوي او ټینګار کوي چې د سرطاني ناروغیو مخنیوي لپاره د امکان تر حده د خلکو د پوهاوي کچه پورته شي.
د هرات په حوزوي روغتون کې یوه ډاکټر رحمتالله بارکزي د دغه اپلېکېشن جوړولو هرکلی وکړ، هغه یې د پوهاوي، د سرطاني ناروغیو کمولو او یا د هغو د مخنیوي لپاره یو موثر اقدام ګڼي.
د هرات حوزوي روغتون د انکولوژي برخې ټرينر ډاکټر محمدطارق صدیقي وویل چې د روان کال په ترڅ کې پر سرطان اخته څه باندې پنځه زره ناروغان په دغه روغتون کې ثبت شوي چې دغه ارقام د تېر کال په پرتله څه باندې یونیم زر کسان ډېروالی ښیي.
دا په داسې حال کې ده چې د هرات حوزوي روغتون مسوولینو په خبره، له شپږو کلونو راهیسې پر سرطان اخته څه باندې ۲۳ زره کسانو دغه روغتون ته مراجعه کړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP