کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي چې نن د کب لومړۍ نېټه د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو احتمال شتون لري.
یاد وزارت نن (چهارشنبه، د کب لومړۍ نېټه) پر خپله اېکسپاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي چې نن په د سالنګونو په ګډون په کندهار، زابل، اروزګان، غور، دایکنډي، بامیان، غزني، پکتیکا، خوست، پکتیا، لوګر، میدانوردګ، کابل، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، پنجشېر، کاپیسا، پروان، بدخشان، تخار، بغلان، سمنګان، بلخ او سرپل ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو احتمال شته.
سرچینې زیاته کړې چې په بېلابېلو سیمو کې د د واورې ورېدو کچه له ۱۰ تر ۳۵ ساتني مترو او د ورښت اندازه له ۱۵ تر ۲۵ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP