کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي چې تېر زېږدیز کال یې درې میلیون او ۵۰۰ زره زدهکوونکو ته د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې درسي توکي وېشلي دي.
یاد بنسټ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په وېشل شوو توکو کې قلم، کتابچه، کتاب، بیک او نور درسي توکي شامل دي.
د سرچینې له قوله، د یادو توکو وېشل د زدهکوونکو د زدهکړو پر بهیر ډېرې ښې اغېزې کوي.
یونیسف مخکې له دې اعلان کړی و چې تېر کال یې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د زدهکړو له ۱۸ زره ټولګیو ملاتړ کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP