کابل (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۳): ستره محکمه وایي، په کابل ولایت کې د دوو ښځو په ګډون څلورو کسانو ته تعزیزي سزا ورکړل شوه.
د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل ولايت شکردرې ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې، يوې ښځې او یوه سړي ته د نامشروع اړيکو او له کوره د تېښتې په جرم او يوې بلې ښځې او سړي ته چې پر زنا متهم وو، تعزیري سزا ورکړل شوه.
خبرپاڼه کې راغلي، ابتدائيه محکمې د یادو کسانو له ډلې يو مجرم پر يو کال تنفيذي بند او ۳۸ دُرو، یوه مجرمه پر شپږ مياشتې تنفيذي بند او ۳۸ دُرو او دوه نور متهمین پر يونیم ـ یونیم کال تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو.
سرچېنې لیکلي چې یاده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته تطبيق شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP