پلعلم (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۳): د لوګر ولایت سیمهییز مسوولین وايي، د کابل – ګردیز لویه لار چې د واورې ورېدو او برفکوچ له امله د ترافیک او مسافرو پر مخ تړل شوې وه، بېرته پرانیستل شوه.
د لوګر والي ویاند صدیقاحمد صدیقي پژواک ته وویل، دغه لویه لار چې تېره شپه شاوخوا دوه بجې د سختې واورې او برف کوچ له امله تړل شوې وه، د لوګر او پکتیا ولایتونو د ټولګټو چارو ریاستونو په هلو ځلو د ترافیک او خلکو پرمخ پرانیستل شوه.
نوموړي زیاته کړه، یاد برفکوچ د دوو کیلومترو په اوږدوالي او څلور مترو په لوړ والي سره راغلی و خو چاته په کې د سر او مال زیان ندی اوښتی.
صدیقي وویل، موټرچلوونکي کولای شي چې په عادي ډول پر یاده لار تګ راتګ وکړي.
د کابل – ګردیز لویې لارې یوه موټرچلوونکي بخت محمد پژواک ته وویل، لوګر کې د تېرې کوتل څو شېبې مخکې پرانیستل شو او دواړو لورو ته سلګونه بند پاتې موټرو ته د تګ اجازه ورکړل شوه.
د یادونې ده چې تېره شپه د لوګر ولایت په ګډون د هېواد په ډېری ولایتونو کې واوره ورېدلې چې له امله ځینې لویې لارې تړل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP