Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کرزي او د ایران سفیر پر نړۍوالو تحولاتو خبرې کړې

کابل (پژواک، ۳ دلو ۱۴۰۳): کابل کې د ایران سفارت وايي، د دغه سفارت سرپرست د افغانستان له مخکیني ولسمشر حامد کرزي سره لیدلي او د نړۍوالو تحولاتو په اړه یې خبرې کړې دي.

کابل کې د ایران سفارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د یاد سفارت سرپرست علي‌رضا بیکدلي د افغانستان له مخکني ولسمشر حامد کرزۍ سره لیدلي او د نړۍوالو تحولاتو په اړه یې خبرې اترې کړې دي.

سرچینې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم بیکدلي د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې د سوداګریزو او لېږد رالېږد مسایلو، روغتیايي او کرنیزو برخو او سیاسي همکاریو په اړه خبرې کړې وې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.