بامیان (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۳): بامیان کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کهمرد ولسوالۍ کې د مرغانو د غیرقانوني ښکار په تور لس کسان نیول شوي دي.
د بامیان د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدخواني رسا پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د کهمرد ولسوالۍ امنیتي منسوبینو د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو د مرغانو د غیرقانوني ښکار په تور لس کسان نیولي دي.
د هغه په خبره، امنیتي ځواکونه یاد کسان نن (شنبه، د کب ۴مه) د مرغانو د ښکار پر مهال نیولي چې لس میله چرهیي او یو میل بادي ټوپک هم ترې ترلاسه شوي دي.
هغه څرګنده کړه چې نیول شوي کسان د نورو پلټنو لپاره د کهمرد ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ تر نظارت لاندې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP