Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یو درملنه شوی روږدی: د نشې پرېښودل ناشوني نه دي؛ که قاطع تصمیم وي هر روږدی یې پرېښودلای شي

کابل (پژواک، ۵ کب ۱۴۰۳): ۳۲ کلن زکریا چې د خپل عمر څه باندې لس کاله یې په نشو کې تېر کړي او اوس روغ شوی وايي، ټول فکر کوي چې د نشې پرېښودل ناشوني دي، خو داسې نه ده، که قاطع تصمیم وي، هر روږدی کولای شي ان پرته له بستر کېدو یې پرېږدي.

د یوې سروې له مخې، په ۲۰۱۷ کال کې په هېواد کې د ۸۵ زره ښځو او ماشومانو په ګډون نږدې ۳ اعشاریه ۵ میلیون روږدي وو.

د بامیان ولایت اصلي اوسېدونکی زکریا حسیني یو له یادو روږدو دی چې د ژوند څه باندې لس کاله یې د نشه‌يي توکو په اعتیاد کې تېر کړي او په دې لاره کې یې خپل ټول شته له لاسه ورکړي دي.

زکریا واده کړی، دوه لوڼې او دوه زامن لري، اوسمهال د کابل ښار په دیارلسمه ناحیه کې له خپلې مېرمنې، پلار، مور، خویندو او وروڼو سره یوځای ژوند کوي.

زکریا څرنګه نشه‌يي توکو ته مخه کړه؟

زکریا چې د خپلې کورنۍ له غړو سره ناست و، پژواک خبري اژانس ته وویل چې ۱۰ کاله مخکې پر نشه‌يي توکو روږدی شو، خو شاوخوا درې میاشتې مخکې وتوانېد نشه پرېږدي او بېرته خپل عادي ژوند ته راوګرځي.

هغه په دې اړه چې ولې یې نشو ته مخه وکړه؟ وویل، له یوې نجلۍ سره یې مینه درلوده، خو له دې امله چې کورنۍ یې د خپل تره له لور سره واده کولو ته اړ کړ، نشه‌يي توکو ته یې مخه کړه.

نوموړی وايي: «پر یوې نجلۍ مین وم، خو په نصیب کې مې نه وه، له کوچنیوالي ورسره یوځای وم، واړه سره لوی شوو، لس کاله له یو بل سره وو، کورنی تګ راتګ مو درلود، هغې په ما پورې ډېر زړه تړلی و، له واده وروسته مو مینه ناکامه شوه او مینېدل مې د دې لامل شو چې نشه‌يي توکو ته مخه کم.»

هغه وویل، د دې لپاره چې د خپلې مینې د بېلتون غم هېر کړي، له خپلو ملګرو سره یې شپې تېرولې او له چرسو او تریاکو په استفادې یې ځان اراماوه.

د زکریا په وینا، د نشې په لومړیو وختونو کې یې له چرسو، وروسته تریاک او په اخر کې یې  له ښیښې او هیروینو استفاده کوله.

د اعتیاد د دورې په اړه د زکریا خبرې

هغه د اعتیاد وخت د خپل ژوند تر ټولو تیاره او ترخه دوره یاده کړه او زیاته یې کړه: «د اعتیاد په وخت کې ډېر ناهیلی شوی وم، خپل او بل راڅخه مخ اړاوه، چا ان له ما سره خبرې هم نه کولې، ډېرې بدې ورځې مې ولیدې.»

نوموړي زیاته کړه: «کله چې په لومړیو کې څوک روږدی شي، سم نه پوهېږي؛ ځکه ډېر نشه‌يي توکي نه پېژني، تل له ځان سره وايي نن به یې پرېږدم سبا به یې پرېږدم، په همدې ډول ځان غلطوي، تر دې چې یوه ورځ ویني چې پنځه، لس کاله تېر شوي، په لومړیو کې خوندور وي، په اول کې سړی مواد وهي، خو په اخر کې مواد خپله سړی وهي.»

هغه زیاته کړه: «کله مې چې نشې ته مخه کړه، ډېر څه مې له لاسه ورکړل، د سیمیانو یوه کارخونه مې جوړه کړې وه، نږدې لس لکه افغانۍ پانګونه مې په کې کړه وه، هماغه مې په وروستیو دوو یا درېیو کلونو کې مصرف کړې؛ یعنې ټوله برباد شوه.»

زکریان له نشې سره څرنګه مخه ښه وکړه؟

هغه په په اړه چې څه ډول یې نشه پرېښوده؟ وايي: «کله مې چې اعتیاد ډېر شو، ځان مې ډېر یوازې احساساوه، قومي مناسبتونو ته نه تلم، کله به مو چې کور ته مېلمانه راغلل، هغوی ته نه ورتلم، تل به یوې خالي خونې ته تلم … په وروستیو کې نور هيڅ نه کېده، هيڅ لاره راته نه وه پاتې، مور مې ډېر وویل چې نشه پرېږدم، یوه ورځ لاړم ځان مې د جنګلک په ۴۵ بستریز روغتون کې بستر کړ، اوس نږدې درې میاشتې کېږي چې ښه شوی یم.»

د هغه په خبره، کله چې روغتون کې بستر وم، له ډېرو ستونزو سره یې مبارزه وکړه، تر دې چې نشه یې پرېښوده؛ ځکه چې تر یوې میاشتې یې هره ورځ پرېکړه کوله چې بېرته نشې ته مخه کړي.

زکریا د دې لپاره چې بیا پر نشه‌یي توکو روږدی نه شي، هره اونۍ یو ځل له ډاکټرانو سره د مشورې لپاره روغتون ته ځي.

هغه اوسمهال په یوه نانوايي کې کار کوي او له دې لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کوي.

نورو روږدو ته د زکریا پيغام: د نشې پرېښودل ناشوني نه دي، بېرته عادي ژوند ته راتلای شو

هغه چې ویل یې، ټول فکر کوي چې نشه د پرښودو وړ نه ده، خو دا ډول نه ده؛ ځکه ده وکولای شول نشه پرېږدي او بېرته خپل عادي ژوند ته راوګرځي.

نوموړي نورو روږدو ته په پیغام کې وویل، هر څوک چې وغواړي اعتیاد پرېږدي، خپله دې تصمیم ونیسي، پرته له بستر کېدو هم بریالی کېدای شي.

نوموړي په ټینګار سره زیاته کړه: «هر څوک چې روږدی کېږي، فکر کوي چې اعتیاد یو طرفه لاره ده، بېرته عادي ژوند ته نه شي راګرځېدلی؛ ځکه هغه وخت نشه وي، خو کله چې د نشې پرېښودو پرېکړه وکړي، بیا ورته یو بل حس پیدا کېږي چې کولای شي نشه پرېږدي.»

هغه د نشې پرېښودو لارې پنځه وخته لمونځ ادا کول او له الله جل جلاله څخه د مغفرت غوښتنه یاده کړه او ويې ویل، هيڅ کار ناشونی نه دی، انسان چې د هر کار په اړه تصمیم ونیسي، کېږي.

د ذکریا مور: الله ج مې زوی بېرته ماته راکړ، اوس شکر ښه دی

د زکریا مور ضیاګل چې د خپل زوی څنګ ته ناسته وه وویل، له خپل روږدي زوی سره یې ډېر سختې ورځې تېرې کړې او دا ورته ډېره سخته وه چې زوی یې نشه‌یي توکو ته مخه کړې وه.

هغې زیاته کړه: «په کور کې به مې بندي کاوه، پیسې به مې نه ورکولې، هر څه به چې وکړل نه کېده، مقصد ځان به یې موادو ته رساوه، سږ کال مو بیا ورته وویل چې مه‌ کوه، ژوند دې تباه کېږي، شکر بیا یې زموږ خبره واورېده.»

هغه د دې لپاره چې زوی نشه پرېیښې او خوشحاله ده وایي: «شکر دی هغه هم ښه دی، موږ هم ښه یو، زما د نګور ژوند هم ښه دی، ډېره حوصله به یې کوله، اولادونه به یې ډېر کړېدل، الله پاک موږ ته بیا ځلي زموږ زوی راکړ، اوس شکر ښه دی.»

خو دا یوازې رکریا نه دی چې نشه یې پرېیښی، بلکې یو بل ۳۰ کلن روږدی ګل‌مرجان هم دی چې اوسمهال مبارزه کوي څو اعتیاد پرېږدي.

دی چې اوس د کابل ښار د جنګلک د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون کې تر درملنې لاندې دی وایي، د خپل ژوند لس پسرلي یې په نشو کې تېر کړي دي.

نوموړی په دې په اړه چې څرنګه روږدی شو وایي، لس کاله مخکې ترکیې هېواد ته کډوال شو، هلته یې نشه‌یي توکو ته مخه کړه؛ ځکه په دغه کار یې له کور او وطنه د لرې غم کماوه.

هغه وویل: «په لومړیو کې مې الکول پیل کړل، وروسته مې له ښیښې او «کا» ټابلېټونو استفاده کوله، په وطن کې مې د ورځې ۵۰۰ افغانۍ په ترکیه کې مې دوه یا درې سوه ليره مصرفولې، د اعتیاد له امله له ترکیې را وایستل شوم، مېرمن او اولادونه مې ملګرو ملتونو قبول کړل.»

نوموړی وایي چې د درملنې یې ۳۵ ورځې تېریږي، وضعیت یې تر پخوا ښه دی، هیله‌من دی چې بېرته له خپلې کورنۍ سره یوځای شي.

ډاکټر: که قاطع تصمیم وي، هر روږدی کولای شي نشه پرېږدي

د کابل ښار د روږدو د درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون کې یوه ډاکټر کفایت الله جمشېدي وویل چې د نشې پرېښودل ناشوني نه دي، بلکې هر څوک چې قاطع تصمیم ولري کولای شي پرې یې ږدي.

هغه وایي: «د درملنې موده ۴۵ ورخې وي چې ۱۴ ورځې یې د سم‌زادیۍ مرحله یادیږي، ناروغ د اجتماعي او روحي کنټرول لاندې نیول کیږي، خو له ۴۵ ورځو تېرېدو وروسته د یو کال لپاره هره میاشت یو ځل درملنې لپاره روغتون ته را غوښتل کیږي.»

هغه وایي، اوس مهال په دغه روغتون کې ۳۵۰ روږدي تر درملني لاندې دي.

په تېرو درېیو کلونو کې د لسګونه زره روږدو درملنه شوې ده

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وایي چې د مخکنیو ترسره شو سروې‌ګانو له مخې، په هېواد کې د ښځو په ګډون ۳،۵ میلیونه روږدي وو چې له ډلې یې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د نږدې ۷۵ زره کسانو درملنه شوې ده.

نوموړي وویل چې اوسمهال د هېواد په ۶۶ فعالو روغتیایي مرکزونو کې ۳۰ زره روږدي تر درملنې لاندې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.