جلالاباد (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۳): د ننګرهار سیمهییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د مرستیال والي په مشرۍ تورخم کې له پاکستاني چارواکو سره د لارې د خلاصون په موخه ناسته بېپایلې پای ته رسېدلي دي.
تورخم دروازه چې له تېرو درېیو ورځو راهېسې پاکستاني اړخ په سیمه کې د افغان ځواکونو له لوري د تاسیساتو د جوړولو په غبرګون تړل شوې چې مسافرو او سوداګرو ته یې ګڼې ستونزې جوړې کړې دي.
په تورخم کې د اطلاعاتو مدیر عرفات مهاجر پژواک پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د ننګرهار د مرستیال والي مولوي عزیز الله مصطفی پهمشرۍ پلاوي له پاکستاني چارواکو سره په صفري نقطه کې د لارې د خلاصون په تړاو غونډه وکړه.
هغه د جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې دغه ناسته بېپایلې پای ته رسېدلې ده.
بلخوا د تورخم کمیسار ملا عبدالجبار حکمت هم دغه ناسته تایید کړې او په پاکستاني اړخ یې نیوکه وکړه چې غواړي په لوی لاسسوداګرو او عامو خلکو او ناروغانو ته ستونزې راولاړې کړي.
د تورخم لارې د تړل کېدو له امله ګڼ ناروغان او مسافر دواړو خواوو ته بند پاتې دي او له دغې لارې سوداګري هم په ټپه ولاړه ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP