Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د تورخم دروازې بندېدو له امله افغان سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان اوښتی

جلال‌اباد (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۳): د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې د تورخم دروازې تړل کېدو له امله افغان سوداګرو ته ميليونونه افغانۍ زیان اوښتی دی.

سوداګر د پاکستان له حکومته غوښتنه کوي چې سوداګري دې له سیاسته بېله او دروازه دې د خلکو او سوداګرو پر مخ بېرته خلاصه کړي.

د تورخم دروازه درې ورځې مخکې د پاکستاني چارواکو له لوري په سیمه کې افغان اړخ ته د تاسیساتو جوړېدو په غبرګون تړل شوې ده.

د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم ښارګوټي کې د اطلاعاتو لوی مدیر عرفات مهاجر پژواک اژانس ته وويل چې له پاکستاني چارواکو سره خبرې روانې دي خو دروازه لا هم د هر ډول تګ راتګ پر مخ بنده ده.

دی وايي، د پاکستان اړخ دروازه ځکه تړلې چې افغان لوري ته تاسیسات جوړېدل او هغوی اجازه نه ورکوله، کله چې افغان ځواکونو د پوستې جوړېدو ته دوام ورکړ، هغوی يې په غبرګون کې دروازه وتړله.

بلخوا، په ننګرهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې د دروازې تړل کېدو له امله افغان سوداګرو ته ميليونونه افغانۍ زیان اوښتی دی.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اجرائیه پلاوي سرپرست شاکرالله ساپي د کب په ۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لارې تړل کېدو له امله دواړو خواوو ته سلګونه لارۍ او کانټينرونه ولاړ دي.

هغه وايي: «یوازې د هر يوه کانټينر د ورځې ۱۲۰ ډالر اضافي لګښت دی، بیا په دې کې داسې مالونه (سوداګريز توکي) هم شته چې هغه د هرې ورځې په تېرېدو سره خرابېږي، نو دقیق خو ځکه نه شو ويلی چې لا هم دروازه بنده ده او ارقام راټول شوي نه دي، خو هره ورځ ميليونونه افغانۍ زیان اوړي.»

د ننګرهار ولايت يو شمېر سوداګر هم د پاکستان له خوا د دروازې تړل کېدل د اپټا تړون او د سوداګرۍ د ټولو اصولو خلاف کړنه ګڼي.

د ننګرهار يوه سوداګر او د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مديره پلاوي غړي حاجي زلمي عظیمي پژواک ته وويل چې دواړو خواوو ته سلګونه کانټينرونه او سوداګريزې لارۍ ولاړې دي چې په دې کې تازه مېوې او سبزۍ هم شته او سوداګرو ته ډېر زیان اوښتی دی.

هغه وويل: «څو چې پاکستان تجارت له سیاسته جلا نه کړي، نو فکر نه کوم چې د افغانستان تجاران ښه ورځ وګوري؛ دغه تجاران دي چې د افغانستان د غریب ملت لپاره خدمت کوي، که چېرته دا هم له پښو وغورځېږي نو ملت به نور هم بدبخت شي، په کار دا ده چې پاليسي بدله شي او دا ستونزې حل شي.»

پاکستان په تېر کې هم په ځلونو د تورخم دروازه په بېلابېلو پلمو تړلې او افغان سوداګرو ته يې د زیان اړولو سربېره مسافرو او ناروغانو ته هم غټ سرخوږی جوړ کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.