کابل (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۳): د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت، سبا د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د درنې واورې او سخت باران ورېدو، تالندې او برېښنا او سېلابونو راوتو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت نن پرخپله ایکسپاڼه لیکلي چې سبا د سالنګونو په ګډون هرات، فراه، هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، بلخ، سرپل، سمنګان، بامیان ، دایکنډي، غزني، پکتیکا، خوست، پکتیا، میدانوردګ، لوګر، کابل، پروان، پنجشېر، کاپیسا، لغمان، ننګرهار، کونړ، نورستان، بغلان، بدخشان او تخار کې د درنې واورې او سخت بارن ورېدو او سېلابونو راوتو اټکل شوی دی.سرچینې ویلي چې په بېلابېلو ځایونو کې د واورې اندازه له ۱۰ تر ۵۰ ساتني متره او په بېلابېلو ځایونو کې د ورښت اندازه له ۱۵ تر ۵۰ ملي متره اټکل شوې ده.
سرچینې دغهراز ویلي چې د سالنګونو په ګډون شمالي، لویدیځو، سویلي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د سخت توپان اټکل هم شوی چې سرعت یې په بېلابېلو ځایونو کې په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۱۰۰ کیلومتره اټکل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP