Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې د اوبو رسولو شپږ شبکې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

مزارشریف (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۳): د بلخ ولایت په چمتال او بلخ ولسوالیو کې د ۲۴ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو شپږ شبکې جوړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

د بلخ د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس یارمحمد شبیر پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اوبو رسولو یادې شپږ شبکې د چمتال ولسوالۍ په مرکزي چمتال، افغاني بارګاه او ترکمنیه بارګاه او د بلخ ولسوالۍ په شهاب عربي، خدرخېل او ینګي قلعه کلیو کې جوړې شوې دي.

د نوموړي په وینا، د اوبو رسولو دغه شپږ شبکې د ډبلیواېچ‌اېچ موسسې په مالي ملاتړ او د پي‌ار‌بي موسسې په همکارۍ د ۲۴ میلیون افغانیو په لګښت جوړې شوې چې نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

هغه وايي چې دغه شبکې څه باندې ۹۰۰ کورنيو ته د څښاک پاکې اوبه برابروي.

بل لور ته، خلک هم د دغو شبکو جوړېدو ته خوښ دي.

د بلخ ولسوالۍ د ینګي قلعه سیمې اوسېدونکي غلام رسول پژواک ته وویل چې پخوا یې کليوالو پاکو اوبو ته لاسرسی نه درلود خو اوس ورته شبکه جوړه شوه او پاکو اوبو ته يې لاسرسى پيدا کړ.

همدارنګه، د یاد کلي بل اوسېدونکی ولید ملکزی هم د اوبو رسولو شبکې له جوړېدو خوښي څرګندوي او وایي چې پخوا خلکو د څښاک لپاره د باران او ویالو له اوبو استفاده کوله، خو اوس خوښ دي چې پاکې اوبه ورته برابرې شوې.

د یادونې ده، روان کال د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې د اوبو رسولو ۱۸ نورې شبکې او نهه چک‌ډیمونه هم جوړ شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.