Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د شاوخوا درې میلیارد افغانیو په ارزښت د ۲۷ پروژو تړونونه منظور شول

کابل (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا درې میلیارد افغانیو په ارزښت د ۲۷ پروژو تړونونه منظور او د ۷ نورو یې تعدیل کړل.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته چې نن په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم ۳۷ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې چې له ډلې یې د ۲۷ پروژو قراردادونه منظور، د ۷ تعدیل، د یوې لغوه او دوې پروژې په تدارکاتي پروسو کې د موجودو ستونزو له امله وځنډېدې.

د خبرپاڼې په حواله، د یادو دوو پروژو په اړه ټاکل شوو کمېټو ته دنده وسپارل شوه څو یې په تدارکاتي پروسه کې د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري راغلي تعدیلات په نظر کې ونیسي او راپور یې د دغه کمېسیون له مشرتابه سره شریک کړي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د کابل ښار په ختیځه برخه کې د ترانسپورټي ترمینل جوړول، په کابل کې د جمهوریت روغتون د پاتې چارو بشپړول، د هرات د پاشدان او د فراه د بخش اباد بندونو د پاتې چارو بشپړول، د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او پاملرنې پروژې بشپړول، د سرپل ولایت د سلطان ابراهیم بند د تفصیلي ډیزاین پروژې پيل، له کابله کندهار ته د برېښنا پایو او لین غځولو پروژې بشپړول، له کجکي بند څخه کندهار ښار ته د برېښنا مزي غځولو پروژې پيل، په یوشمېر نورو ولایتونو کې د برېښنا په برخه کې د شته پروژو د پاتې چارو بشپړول او د کابل ښار یوشمېر داخلي سړکونو جوړول شامل دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.