Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د تورخم دروازې تړل کېدو څلورمه ورځ؛ له کابله یو لوړپوړی پلاوی تورخم ته ځي

جلال‌اباد (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۳): په داسې حال کې چې د تورخم لار له تېرو څلورو ورځو راهیسې د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې تړل شوې، له کابله یو لوړپوړی پلاوی د دې لارې د خلاصون په موخه تورخم ته سفر کوي.

مسوولین وايي، دغه پلاوی به په تورخم کې له پاکستاني چارواکو سره مخامخ خبرې وکړي او د ستونزې لپاره به يوه حل‌لاره ولټول شي.

د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم ښارګوټي کې د اطلاعاتو او فرهنګ لوی مدير عرفات مهاجر د کب په ۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تورخم کې د رامنځته شوې ستونزې حل او د لارې خلاصون په اړه ټاکل شوې چې نن له کابله یو لوړپوړی پلاوی دې سیمې ته سفر وکړي.

دی وايي، یاد پلاوی به له پاکستاني لوري سره پر رامنځته شوو ستونزو مستقیمې خبرې وکړي.

له دې یوه ورځ مخکې هم د ننګرهار د مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی په مشرۍ له پاکستاني لوري سره ناسته وشوه، خو بې‌پایلې پای ته ورسېده.

د تورخم کمیسار ملا عبدالجبار حکمت ویلي، اسلامي امارت تل هڅه کړې چې مسئلې د خبرو له لارې هوارې کړي او پاکستانی لوری هم باید د ولس د ستونزو په پام کې نیولو سره له بې‌‌ځایه خنډونو جوړولو ډډه وکړي.

د تورخم لارې تړل کېدو له امله زرګونه ناروغان او مسافر دواړو خواوو ته بند پاتې دي او د لاريو درېدو له امله سوداګرو ته میليونونه افغانۍ زیان رسېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.