Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پوتین: مسکو د اوکراین سولې خبرو کې د اروپایي هېوادونو له حضور سره مخالفت نه لري

کابل (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۳): د روسیې ولسمشر وايي چې مسکو د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې په خبرو کې د اروپایي هېوادونو له ګډون سره مخالفت نه کوي او په خبره یې، د امریکا ولسمشر د روسیې او اوکراین له جګړې سره منطقي چلند کوي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روسيې له دولتي ټلوېزیون سره مرکه کې وویل، د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې په خبرو کې به د اروپايي هېوادونو ګډون اړین وي خو مسکو لومړی غواړي له واشنګټن سره باور جوړ کړي.

دی وايي: «په دې اړه په تفصیل سره بحث نه دی شوی، موږ یوازې موافقه وکړه چې موږ به دې لور ته حرکت وکړو او په دې حالت کې البته موږ د اروپایي هېوادونو ګډون نه ردوو.»

هغه زیاته کړې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې او اوکراین له جګړې سره منطقي چلند کوي او احساساتي نه دی.

د روسیې ولسمشر همدارنګه زیاتوي، د جګړې پای ته رسولو لپاره یوه هوکړه ممکن لا هم لرې وي او ممکن جګړه هغومره ژر پای ته ونه رسېږي لکه څنګه چې ټرمپ غواړي.

د پوتین په خبره، د اوکراین په څېر د پېچلو او جدي مسلو د حل لپاره مسکو او واشنګټن دواړه باید لومړی ګام پورته کړي.

دا په داسې حال ده چې تېره اونۍ روسیې او امریکا په سعودي عربستان کې د اوکراین جګړې پر سر لومړنۍ خبرې وکړې خو اوکراین او اروپایي متحدین یې خبرو ته نه وو وربلل شوي چې دا کار د هغوی له غبرګونونو سره مخ شو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.