Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

 ګردېز ښار کې د واورې ورېدو له امله پرې شوې برېښنا بېرته ونښلول شوه

ګردېز (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۳): د پکتيا د برېښنا رياست مسوولين وايي چې د تېرې شپې واورې ورېدو له امله د دغه ولایت د مرکز ګردیز ښار په بېلابېلو سیمو کې پرې شوې برېښنا بېرته ونښلول شوه.

د پکتيا برېښنا رياست د تخنيکي او عملياتي چارو مدير انجينر عبدالرحمن پژواک ته وويل چې د بيګاه شپې واورې اورښت له امله د مرکز ګردېز ښار بلندمنزلو، عبدالله کلا او رحيم خيل او ځينې نورو سيمو کې د دولتي برېښنا ۳۰ پايې چپه شوې وې چې د شاوخوا ۲۵۰۰ کورونو برېښنا پرې شوې وه.

دی وایي چې د تخنيکي ټيم لخوا بيرته ياد شمېر کورونو ته برېښنا وصل شوه.

ورته وخت، د مرکز ګردېز ښار د بلند منزلونو سيمې يوه  اوسيدونکي محمد شريف پژواک ته وويل چې تېرې شپې له ناوخته يې د کورونو برېښنا پرې شوې وه خو مازديګر ناوخته بيرته وصل شوه.

د پکتيا برېښنا رياست مسولينو وويل چې بلندمنزلو ساحه کې محدود شمېر دولتي ودانيو ته چې برېښنا يې پرې شوې، تراوسه هم نده وصل شوې خو وايي تخنيکي او انجنيري ټيم يې کار کوي چې ياده ستونزه هم حل کړي او هم به زيانمنې شوې پايې په اساسي ډول ورغوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.