کابل (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۳): د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې له یوې مؤسسې سره د څه باندې ۲.۳ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د ګډې همکارۍ درې هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
له طبیعي پېښو سره د چمتووالي ملي ادارې پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې دغه هوکړهلیکونه پرون د دې ادارې د سرپرست ملا نورالدین ترابي او د «کورډ اېډ» موسسې د رییس سیدلطیف بشردوست ترمنځ لاسلیک شول.
ملا نورالدین ترابي د یادو هوکړهلیکونو د لاسلیک پر مهال وویل: «زموږ د وظیفوي او ایماني مسوولیتونو پر اساس، د ټولنې تر ټولو زیانمنونکو برخو ته رسېدنه زموږ له لومړیتوبونو ده. نو له همدې امله، موږ موسسو ته ټولې اسانتیاوې برابروو او د هغوی کارونه ژر تر ژره بشپړوو.»
دغه راز، هغه له موسسو وغوښتل چې خپل کارونه په چټکه او شفافه توګه ترسره کړي.
په همدې حال کې، د «کورډ اېډ» موسسې رییس سیدلطیف بشردوست وویل چې دغه بنسټ له ۲۰۰۱ کال راهیسې په روغتیایي، د کرنې، بشري او پرمختیایي برخو کې فعالیت کوي.
هغه زیاته کړه چې د دغو هوکړهلیکونو پر بنسټ به د UN-OCHA دفتر او Caritas Germany موسسې له لوري د څه باندې ۲.۳ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت په هرات او تخار ولایتونو کې د ۱۱ زره او ۱۱۵ کورنیو لپاره حمایوي پروژې تطبیق شي.
د هغه په خبره، د لاسلیک هوکړهلیکونو پر اساس به د هرات ولایت په رباط سنګي، ګذره او پښتونزرغون ولسوالیو کې ۲۰۰ تشنابونه هم جوړ شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP