Language

نورستان کې د ترافیکي پېښې له امله یو ماشوم مړ او اته نور کسان ټپیان شوي

پارون (پژواک، ۹ کب ۱۴۰۳): نورستان کې مسوولین وایي چې د دغه ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د یوې ترافيکي پېښې له امله یو ماشوم مړ او ۸ نور کسان ټپيان شوي دي.

د نورستان د والي وياند فریدون صمیم د کب په ۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل، نن غرمه مهال په غربي نورستان کې د نورګرام او دواب ولسواليو ترمنځ پر غځېدلې لار د سنګ‌پول سیمه کې يو مسافروړونکی موټر له سړکه لاندې درې ته غورځېدلی دی.

هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې يو ماشوم مړ شوی او ۸ نور کسان ټپيان دي.

د صمیم په وینا، ټپيان د ځايي امنيتي مسوولینو له لوري د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دی.

د یادونې ده، نورستان کې ډېری وخت د چلوونکو له خوا موټرو کې د ډېر بار او بې‌احتياطۍ له امله وخت ناوخت ورته پېښې رامنځته کېږي.