کابل (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۳): د ترکیې د بهرنيو چارو وزارت د جنوبي اسيا څانګې ریيس د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له دویم سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد يې غواړي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلې اړيکې پراخې کړي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د دويم سياسي رياست رییس ذاکر جلالي او مل پلاوي د ترکیې پلازمېنه انقره کې د یاد هېواد د بهرنيو چارو وزارت د جنوبي اسيا له رييس او په کابل کې د دغه هېواد له مخکني سفير جهاد ارگنای سره لیدلي دي.
خبرپاڼه کاږي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو په دوه اړخيزو اړيکو کې د وروستيو پرمختګونو، راتلونکو ګامونو، تجارتي او ترانزيټي فرصتونو او د دوه اړخيزې لېوالتيا او نورو مسايلو په تړاو خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې په حواله، جلالي له ترکي لوري مننه کړې چې د دوه اړخيزو اړيکو برخه کې يې د خنډونو په لرې کولو کې مرسته کړې او هيله يې څرګنده کړې چې د عملي همکاريو برخه لا چټکه او تقویه شي.
هغه د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست پيغام چې خپل ترکي سيال ته يې ليکلی و، ترکي لوري ته وسپاره.
خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، په کابل کې د ترکیې مخکني سفير د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي سلا مشورې مهمې وبللې او زياته يې کړې ده چې هېواد يې غواړي له افغانستان سره خپلې اړيکې په ګڼو برخو کې پراخې کړي.
د خبرپاڼې په مخې، په یاده لیدنه کې پر دې هم بحث شوی چې د دواړو هېوادونو د دوه اړخيزو چارو د منظم تعقيب په موخه به ګډ کمېسيون کار کوي څو بېلابېل موضوعات، په ځانګړي ډول تجارتي او ترانزيټي مسايل له نږدې وڅاري او د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزارتونو ترمنځ د ورته ناستو د دوام په اړه هم هوکړه وشوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP