Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ګوترېش: د امریکا د مالي مرستو کمېدل افغانستان کې شاوخوا نهه میلیونه کسان له روغتیايي خدمتونو بې‌برخې کوي

کابل (پژواک، ۱۱ کب ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي چې د امریکا د مالي مرستو کمېدل په افغانستان کې څه باندې نهه میلیونه کسان له روغتیايي او خوندېتوب خدمتونو بې‌برخې کوي.

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوترېش نن (شنبه) په یوه وینا کې د بودجې د کمېدو د پایلو په اړه خبرې کړې دي.

هغه څرګنده کړې: «په افغانستان کې ښایي څه باندې نهه میلیونه کسان روغتیايي او خوندېتوب خدمتونو ته لاسرسی له لاسه ورکړي؛ ځکه د سلګونه ګرځنده روغتیایي ټیمونو او نورو حیاتي پروګرامونو فعالیتونه به وځنډیږي.»

نوموړي زیاته کړې چې د متحده ایالتونو له لوري د بشردوستانه او پراختیايي بودجې کمېدل به په ټوله نړۍ کې د میلیونونو زیانمنونکو انسانانو لپاره بدې پایلې ولري.

ګوترېش ټینګار کړی چې د اوږدمهال لپاره د متحده ایالتونو ملاتړ په نړۍوالو بشردوستانه هڅو کې اساسي رول لوبولی.

د ویلو ده چې د جنوري په ۲۰مه د ۹۰ ورځو لپاره د مرستو د ځنډېدو په اړه د ټرمپ له فرمان وروسته

د امریکا د بهرینو چارو وزارت د ژغورونکو بشردوستانه مرستو لپاره معافیتونه صادر کړل چې «حیاتي درمل، روغتیايي خدمتونه، خواړه، سرپناه او معیشتي مرستې» په کې شامل دي.

ورته وخت کې، د اسلامي امارت چارواکو هم اعلان کړی چې د امریکا د مرستو د ځنډېدو له امله د شاوخوا ۵۰ موسسو فعالیت درېدلی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.