Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د رمضان جام کرکټ لس اووریزې سیالۍ پیل شوې

جلال‌اباد (پژواک، ۱۱ کب ۱۴۰۳): ننګرهار ولایت کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د رمضان جام کرکټ لس اووریزې سیالۍ پيل شوې.

په دغو سیالیو کې چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي، ۱۲ لوبډلو برخه اخیستې ده.

ننګرهار کې د کرکټ ولایتي مسوول محمدالله نجم تېره ورځ د دغو سیالیو د پیل پرمهال وویل، د دغو سیالیو موخه په روژه کې ورزشکارانو ته د تمرین او سیالیو زمینه برابرول او د ښو لوبغاړو موندل دي.

دی زیاتوي، په یادو سیالیو کې به د ملي، الف، ۱۹ کلنې، کورني کرکټ او کلبونو لوبډلو ګڼ شمېر لوبغاړي ولوبېږي.

د ملي لوبډلې یو لوبغاړی دروېش رسولي وايي، دغه سیالۍ دا زمینه برابروي چې ځوان لوبغاړي د باتجربه لوبغاړو له تجربو څخه ګټه پورته کړي او د لوبو پرمهال خپل ډار ختم کړي.

د یادونې ده چې د ننګرهار لس اووریز رمضان جام سیالۍ هر کال ترسره کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.