Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د آزادو سیالیو افغان لوبغاړي خپل ارجنټایني سیال ته ماتې ورکړه

کابل (پژواک، ۱۲ کب ۱۴۰۳): د افغانستان د آزادو سیالیو لوبغاړي نصرت حق‌پرست خپل ارجنټایني سیال استبان ریبویچ ته ماتې ورکړه.

دغه سیالي نن یکشنبه سهار په «یواېف‌سي» سازمان کې ترسره شوې ده.

دغه راز، د (UFC) سازمان هم نن پر خپله‌اېکس پاڼه یوه ویډیو خپره کړې چې په کې نصرت حق‌پرست خپل ارجنټایني سیال ته ماتې ورکوي.

حق‌پرست، چې تر دې دمه یې ۱۸ بریاوې او ۵ ماتې ثبت کړې دي، له دې مخکې د ۲۰۲۴ کال په جنوري میاشت کې خپل امریکایي سیال ته هم ماتې ورکړې وه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.