کابل (پژواک، ۱۲ کب ۱۴۰۳): د کابل ښاروالۍ وايي، د ښار د ښکلا او زرغونتیا په موخه د شپږمې ناحیې د زرغون کمربند اړوند د مسلم په غونډۍ کې د ۱۲۸۰۰ مثمر او غیرمثمر نیالګيو کېنولو چارې پيل شوې.
د کابل ښاروالۍ نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د زرغونتیا ریاست له لوري د شپږمې ناحیې د زرغون کمربند اړوند په مسلم غونډۍ کې د ښار د ښکلا او زرغونتیا په موخه د مثمرو او غیرمثمر نیالګيو د کېنولو چارې پيل شوې.
سرچینې لیکلي، د مسلم غونډۍ په سیمه کې زرغون کمربند ۴۳۰ هکټاره مساحت لري چې له دې مخکې ۲۳۵۰۰ نیالګي په کې کېنول شوي او په پلان کې ده چې ۱۲۸۰۰ نوي نیالګي هم په کې کېنول شي.
د سرچینې په حواله، دغه نیالګي اوسمهال تر ساتنې او پالنې لاندې دي تر څو یاده سیمه په یوه مناسب او ښایسته تفريحي پارک بدله شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، ښاريانو ته د سالم ښاري ژوند، پاکې هوا برابرولو او ذهني سکون په موخه د کابل ښار شاوخوا غرونو د لمنو زرغونتيا ته هم پاملرنه شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP