کابل (پژواک، ۱۲ کب ۱۴۰۳): نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله د غوړیو او بورې بیې ټیټې شوې خو د روسي سرو زرو بیې لوړې شوې دي.
د اسعارو بیې
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي محمدحسین پژواک خبري اژانس ته وویل، نن (یکشنبه، د کب ۱۲مه) د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۷۳ اعشاریه ۳۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۶۰ افغانیو بدلېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د کب میاشتې په ۴مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۴ اعشاریه ۲۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۶۰ افغانیو تبادله کېدې.
خوراکي توکي
کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل چې د تېرې شنبې (د کب۴مې) په پرتله نن په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه هندي بورې بیه له ۲۶۸۰ څخه ۲۵۰۰ افغانیو او د ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړیو بیه له ۱۸۰۰ څخه ۱۷۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.
د نوموړي په وینا، د بورې او غوړیو د وارداتو ډېرېدو له امله د کابل ښار په بازارونو کې یې بیې ټیټې شوې دي.
خو د هغه په وینا، نن هم لکه تېره شنبه په عمده ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۳۷۰ افغانیو، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۰۰ او یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانیو پلورل کېږي.
د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.
د کابل ښار په دهنباغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفيزاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۴۲۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۵۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړي په ۱۷۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۴۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د نفتي توکو بیې
د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل، نن تېرې شنبې ته ورته یو لېتر پټرول په ۶۳ افغانیو او د یو لېتر ډیزل په ۶۱ افغانیو پلوري.
دغه راز، د کابل ښار په کلولهپشته کې د محمدشریف په نوم ګاز پلورونکي وویل چې نن د تېرې شنبې په څېر یو کیلوګرام ګاز په ۵۴ افغانیو پلوري.
د سرو زرو بیې
کابل ښار کې د حاجي حامد صالحزاده زرګرۍ مالک محمدفواد وايي چې د تېرې شنبې په پرتله نن د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۵۶۰۰ څخه ۵۵۰۰ افغانیو ته ټیټه شوې خو د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۴۴۵۰ څخه ۴۵۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د سرو زرو د پلورونکو په خبره، په کابل ښار کې د سرو زرو د بیو بدلون، په نړۍوالو بازارونو کې د هغو له بیو سره تړاو لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP