Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې د یو شمېر رغنیزو پروژو چارې پيل شوې

کابل (پژواک، ۱۲ کب ۱۴۰۳): د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، کندهار کې د یوه کانال، استنادي دېوال، د اوبو کنټرولي دروازو او اتو پلګوټو جوړولو چارې د څه باندې ۲۹ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې یادې پروژې د کندهار ولایت د لوړ میوند ولسوالۍ په قبات کلي کې د یوه کانال، استنادي دېوال، اتو پلګوټو او د اوبو د دوو لویو او وړو کنټرولي دروازو پروژې چارې د ۲۹ میلیون او ۱۸۲ زره او ۸۱۲ افغانیو په لګښت پيل شوې.

د سرچینې په حواله، یاد کانال د اووه کیلومترو په اوږدوالي د اتو میاشتو په موده کې جوړیږي.

سرچینه کاږي، د دې پروژې د چارو په بشپړېدو سره به د کانال د ویجاړېدو او د اوبو د ضایع کېدو د مخنیوی ترڅنګ د کرنې برخه کې د سیمې د اوسېدونکو ستونزې هوارې شي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې پروژه کې چې یو شمېر خلکو ته د کار زمینه برابره شوې، چارې یې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په مالي لګښت د کندهار ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.