Language

جرمني کې پر خلکو د موټرو خېژولو پېښه کې مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د جرمني په مانهیم ښار کې یوه کس د پلي پر روانو خلکو موټر خېژولی چې له امله یې دوه کسانو وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د بي‌بي‌سي راپور له مخې، مانهیم ښار د دې پېښې پر مهال په یوه بازار کې مېله درلوده چې د خوړو هټۍ او داسې نور دکانونه پکې پرانیستل شوي وو.

د جرمني پولیس ویلي، یو موټر چلوونکي د پلي پر روانو خلکو خپل موټر وروستی دی.

سرچېنې د جزییاتو له ورکولو پرته لیکلي چې په دغه پېښه کې دوه تن وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.