Language

ناپېژاندو وسله‌والو کاپیسا کې یو تن وژلی

محمودراقي (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۳): د کاپیسا سیمه‌ییز مسوولین وایي، ناپېژانده کسانو د دغه ولایت په حصه‌اول ولسوالۍ کې یو ۱۵ کلن سلمان په ډزو وژلی دی.

د کاپیسا ولایت د مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن سهار د حصه‌اول ولسوالۍ اړوند باکوخم سیمه کې شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ځوان ۱۵ کاله عمر درلود او د سهار لمانځه تر ادا کولو وروسته له جومات څخه د کور پر لور روان و چې د چرییز ټوپک په وسیلې سره د ناپیژانده وسلوالو له خوا په نښه شوی او وژل شوی دی.

د کاپیسا ولایت مقام وایي، امنیتي ځواکونو په دې اړه څېړنې پیل کړې دي.