جلالاباد (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۳): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د ننګرهار ولايت د مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم ښارګوټي کې د جګړې له امله شاوخوا ۸۰۰ کورنۍ بېځایه شوې دي.
تورخم کې له تېرو دوو شپو راهیسې په وقفهيي ډول جګړه شوې او ځایي اوسېدونکي وایي چې پاکستاني ځواکونو سوداګريز او استوګنيز ځايونه په نښه کړي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وياند عبدالمطلب حقاني د کب په ۱۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د جګړې له امله له ۷۰۰ تر ۸۰۰ پورې کورنۍ بېځایه شوې دي.
دی وايي، د دغو کورنيو له ډلې شاوخوا ۴۰۰ یې د ننګرهار د لعلپورې ولسوالۍ اړوند د کډوالو په يوه لنډمهالي کمپ او پاتې نورې په جلالاباد ښار او شاوخوا ولسواليو کې د خپلو خپلوانو کره مېشتې شوې دي.
د کډوالو چارو وزارت وياند زیاتوي: «د اسلامي امارت له لوري هغوی ته خېمې او نور اړين توکي چمتو شوي، همدارنګه د اړوندو اداراتو ترمنځ بېړنۍ ناستې شوې او له خیریه موسساتو او بنسټونو سره هم ناستې شوې، د نن ورځې په جریان کې به دوی ته بېړنيو مرستو او سروې ټيمونه هم ورسېږي.»
د کورنيو چارو وزارت وايي چې افغان سرحدي ځواکونو دوه شپې مخکې د ډیورنډ پر کرښه خپلې غاړې ته پوسته جوړوله چې پاکستاني ملېشو پرې ډزې وکړې او بیا افغان ځواکونو هم پر ځوابي ډزو لاس پورې کړ.
په دې نښته کې دواړو غاړو ته د مرګژوبلې راپورونه ورکړل شوي خو کره شمېره یې تر اوسه معلومه نه ده.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو شاوخوا لسو ورځو راهیسې پاکستاني لوري د تورخم دروازه هم د هر ډول تګ راتګ پر وړاندې تړلې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP