غزني- میدان ښار (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۳): حکومتي مسوولین وايي چې په غزني او میدانوردګو ولایتونو کې د بېلابېلو ترافیکو پېښو امله نهه کسان ټپیان شوي دي.
د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند ابو خالد سرحدي پژواک ته وویل چې نن غرمه مهال د څلورمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د درېیو موټرو ترمنځ یوځای ټکر شوی دی.
هغه وايي چې په دې پېښه کې څلور کسان ټپیان شوي دي.
دغه راز، د میدانوردګو امنیه قوماندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سیداباد ولسوالۍ اړوند په حیدرخېلو سیمه کې یو لوکسل موټر چپه شوی دی.
سرچینه وایي چې په دې پېښه کې د یوې ښځې په ګډون پنځه کسان ټپیان شوي دي.
د سرچینې په حواله، د پېښې ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته انتقال شوي او دغه پېښه د موټرچلوونکي د بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP