Language

رویټرز: سپینه ماڼۍ پر روسیې د بندیزونو کمولو لپاره د طرحې په لټه کې ده

کابل (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۳): رویټرز د باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې متحده ایالات پر روسیې د تحریمونو د احتمالي کمولو پلان جوړوي.

د رویټرز په راپور کې راغلي، د یاد اقدام موخه له مسکو سره د اړیکو د رغولو او په اوکراین کې د جګړې پای ته رسولو ته د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لېوالتیا بلل شوې ده.

د سرچینې په وینا، سپینې ماڼۍ د امریکا له بهرنیو چارو او د مالیې له وزارتونو غوښتي چې د هغو تحریمونو لړلیک چې کموالی په کې راتلای شي، جوړ کړي څو چارواکي په راتلونکو ورځو کې د روسیې له استازو سره د هغه په اړه خبرې اترې وکړي.

یادې هڅې له مسکو سره د ډیپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو د ښه کولو لپاره د ټرمپ د پراخو خبرو اترو یوه برخه ده.

د راپور له مخې روسیه په نړۍ کې د نفتو یو له سترو تولیدونکو هېوادونو څخه دی او که د دغه هېواد د انرژۍ په برخه کې د امریکا تحریمونه کم شي، ښايي د نړۍ د نفتو د بیو د لوړېدو مخه ونیول شي.

په اوکراین کې د جګړې له پیل او له کی‌یف څخه د امریکا د پراخو مالي او تسلیحاتي ملاتړ وروسته، د مسکو او واشنګټن اړیکې تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېدې او د جو بایډن دولت په ۲۰۲۲ کال کې پر روسیې د نفتو او ګازو د عوایدو کمولو او د جګړې د مالي تامین لپاره د وړتیاوو تضعیف برخه کې سخت بندیزونه ولګول.

خو ټرمپ چې د جګړې د ژر پای ته رسولو ژمنه یې کړې، د امریکا پالیسي یې بدله کړې او له مسکو سره یې خبرې پیل کړې دي. دا بهیر د فبرورۍ په ۱۲مه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ټیلیفوني خبرو پیل شو او په سعودي عربستان او ترکیه کې د امریکايي او روسي چارواکو له کتنې سره یې دوام وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ تازه له اوکراین سره خپلې ټولې نظامي مرستې ځنډولې دي.