کابل (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۳): د ټولګټو وزارت سرپرست په کابل کې د ایران له سفیر په لېدنه کې په افغانستان کې د دغه هېواد له لوري د ځینو نابشپړو پروژو د چارو بشپړېدو په اړه خبرې کړي دي.
د ټولګټو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا محمدعیسی ثاني په کابل کې د ایران سفیر علیرضا بیګدلي سره وکتل.
خبرپاڼه کې راغلي، په دغه لېدنه کې دواړو لورو په افغانستان کې د ایران هېواد له لوري د پلې شویو پروژو په هکله هر اړخیز بحث وکړ.
یاد وزارت له لیکلي چې له دغو پروژه یوه پروژه د فراه ولایت د ابونصر فراهي (میل ۷۸) سړک دی چې چارې د ایران هېواد له لوري پیل شوې وې او بیا د بېلابېلو عواملو له امله وځنډېدلې.
د ټولګټو وزارت لیکلي، د ایران سفیر ژمنه وکړه چې له دغه وزارت سره په همغږۍ سره به د یاد سړک رغنیزې چارې د اتو میاشتو په جریان کې بشپړې او د ټولګټو وزارت ته وسپاري.
یاد وزارت لیکلي: «علیرضا بیګدلي د میلک دوهم پل چې افغانستان په زرنج مرزي سیمه کې له ایران سره نښلوي هم خبرې وکړې او وې ویل چې د افغانستان سره په توافق به د دغه پل رغنیزې چارې هم پیل شي، او په دغه ناسته کې د میدان ښار – بامیان سړک په اړه هم خبرې وشوې او د یاد سړک د بیاکتنې په اړه کمیټه وټاکله شوه چې دغه پروژه له نږدي وګوري؛ که چېرې یې کومې برخې تخریب شوې نه وي ټولګټو وزارت ته و سپارل شي او که چېرې تخریبات او ستونزې ولري قراردادي شرکت ژمنه وکړه چې د تخریب شوې برخې ترمیم او وروسته یې ټولګټو وزارت ته وسپاري.»
د ټولګټو وزارت وایي، په پای کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي اړیکو، سوداګریزې راکړې ورکړې او د زېربنایي پروژو په برخه کې پر همکارۍ ټینګار وکړ.