Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تخار کې د زر مینځلو تونل د نړېدو له امله یوه تن ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۳): د تخار امنیه قوماندانۍ وایي، د دغه ولایت په کلفګان ولسوالۍ کې د زر مینځلو تونل د نړېدو له امله یو تن ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ژغورل شوي دي.

د تخار امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن سهار د تخار ولایت د کلفګان ولسوالۍ په سنجتک کلي کې شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي: «د زرشوي لپاره د تونل د کیندلو پر مهال د تونل د نړېدو له امله درې تنه د څلورو ساعتونو لپاره تر ځمکې لاندې بند پاتې وو چې د امنیتي منسوبینو په هلو ځلو او د سیمې د خلکو په همکارۍ دوه تنه وژغورل شول او له بده مرغه یو تن مړ شو

امنیه قوماندانۍ لیکلي چې یاد درې کسان د تخار ولایت د کلفګان ولسوالۍ اصلي اوسیدونکي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.