Language

له عربي متحده اماراتو ۲۰ واګونه بوره هرات ته راورسېده

کابل (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۳): له عربي متحده اماراتو د بورې شل او له ایرانه د سمنټو شپږ واګونه د هرات ‌ـ خواف رېل‌پټلې له لارې روزنک تمځای ته رارسېدلي دي.

د هرات ولایت مقام د رسنیو دفتر نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د افغانستان او سیمې هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د انتقالاتو بهیر د چټکتیا په لړ کې له متحده عربي اماراتو د بورې شل او له ایرانه د سمنټو شپږ واګونه د خواف – هرات رېل‌پټلۍ له لارې د روزنک تمځای ته رارسېدلي دي.

سرچینې زیاته کړې، د هرات سیمه‌ییزه اداره ژمنه ده چې د سوداګرو او صنعت‌کارانو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي څو سوداګریز توکي یې د خواف – هرات رېل‌پټلۍ له لارې په چټکۍ انتقال شي او په دې برخه کې اړین اقدامات ترسره کېږي.