کابل (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۳): د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) سیالیو په لړ کې نن د نیوزلېنډ او سوېلي افریقا کرکټ لوبډلو ترمنځ دویمه نیمهپایلوبه ترسره کېږي.
په یادو سیالیو کې پرون د هند او اسټرالیا لوبډلو ترمنځ لومړۍ نیمه پایلوبه په دوبی کې ترسره شوه.
د هند لوبډلې په دې سیالۍ کې اسټرالیا ته ماتې ورکړه او د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام سیالیو پایلوبې ته یې لار پیدا کړه او ټاکل شوې چې نن به د نیوزلېنډ او سوېلي افریقا ترمنځ دویمه نیمهپایلوبه ترسره شي.
د نیوزلېنډ او سوېلي افریقا لوبډلو ترمنځ سیالي به د پاکستان په لاهور ښار کې د افغانستان په وخت د ماسپښین په یوهنیمه بجه پیل شي.
د اتو لوبډلو ترمنځ د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام سیالۍ د فبرورۍ په ۱۹مه په پاکستان او متحده عربي اماراتو کې پیل شوې دي. په یادو سیالیو کې د افغانستان ترڅنګ پاکستان، بنګلهدېش، انګلستان، اسټرالیا، سوېلي افریقا، نیوزیلنډ او هند برخه درلوده.
په دغو سیالیو کې افغانستان درې لوبې ترسره کړې چې لومړۍ لوبه یې سوېلي افریقا ته وبایلله، په دویمه لوبه کې یې انګلستان ته ماتې ورکړه او درېیمه لوبه یې له اسټرالیا سره د باران له امله بېپایلې شوه چې دواړو لوبډلو ته یوه ـ یوه نمره ورکړل شوه او په دغو سیالیو کې افغان لوبډلې پنځم ځای خپل کړ.
د یادونې ده، د اتلانو جام سیالیو پایلوبه به د مارچ میاشتې په نهمه نېټه ترسره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP