Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مسوولین: نورستان کې څه باندې ۱۳ زره هکټاره ځنګلونه او څرځایونو بیارغول شوي

اسعداباد (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۳): د نورستان ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ځینو سیمو کې ۱۱ زره هکتاره څرځایونه او ۲۵۰۰ هکټاره ځنګلونه بیارغول شوي دي.

د نورستان د والي ویاند فریدون صمیم پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کرنې او مالدارۍ ریاست د یو شمېر غیردولتي ادارو په همکارۍ په هغو سیمو کې د ځنګلونو او څرځایونو بیارغولو چارې ترسره کړې چې د واورې ښویېدنو او سېلابونو راتلو له امله زیانمن شوي وو.

هغه زیاته کړه، په یوه کال کې د دغه ولایت په یو شمېر سیمو کې څه باندې ۱۱ زره هکټاره څرځایونه او ۲۵۰۰ هکټاره ځنګلونه بیارغول شوي دي.

د نوموړي په خبره: «له تېر یوه کال راهیسې د نورستان ولایت په بېلابېلو سیمو کې چې ځنګلونه وهل شوي وو او یا هم د واورې ښویېدنې او سېلابونو له امله له منځه تللي وو، بیا ځلي ورغول شول.»

هغه زیاته کړه چې د څرځایونو د بډاینې په موخه د کرنې او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې پر ځایي اوسېدونکو نهه مټریک ټنه للمي رشقه هم وېشل شوې او کرل شوې چې په دې سره به څرځایونه لا شنه شي او وده به وکړي.

صمیم وایي، نورستان یو غرنی ولایت دی او حکومت هڅه کوي چې کرنې او مالدارۍ ته د ودې ورکولو ترڅنګ د ځنګلونو او شنو سیمو ساتنې ته هم جدي پاملرنه وکړي.

د نورستان اوسېدونکي د دغو هڅو هرکلی کوي خو وایي، لا هم اړتیا ده چې حکومت د کرنې، مالدارۍ، او نورو پرمختیایي برخو ته ډېره پاملرنه وکړي.

د نورستان د مرکز پارون یو اوسېدونکی محمدجلال وایي، لا هم اړتیا لیدل کېږي چې دغه ولایت ته د زراعت ترڅنګ په نورو پرمختیایي برخو کې هم پاملرنه زیاته شي.

هغه وویل: «د نورستان ډېره برخه ځنګلونو نیولې، خلک یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، بل روزګار نشته، حکومت ته په کار ده چې د ځنګلونو د بیا احیا ترڅنګ د مالدارۍ او کرنې ودې ته پاملرنه زیاته کړي.»

بلخوا، د کامدېش ولسوالۍ اوسېدونکی محمداسماعیل زماني وایي، د تېرو جګړو پر مهال په ځینو سیمو کې ځنګلونه خپلسري وهل شوي او اوس اړتیا ده چې بیاورغول شي.

نوموړي زیاتوي، که څه هم دغه ولایت د ملي پارک او د وحشي ژوو د یوه خوندي ساتن‌ځای په توګه نومول شوی خو د پراختیایي چارو برخه کې ورته تر اوسه حکومت چندان پاملرنه نه ده کړې.

هغه له حکومت او مرستندویه ادارو غوښتنه وکړه چې په دغه ولایت کې د نوو مصنوعي ځنګلونو جوړولو او زراعت د پراختیا لپاره بنسټیزې پروژې پلې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.