جلالاباد (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۳): د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست وايي، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې په مالي لګښت د دغه ولايت په خوږياڼو او کوز کونړ ولسواليو کې د ناک او الوچو د نوو باغونو جوړولو چارې پيل شوې.
د مسوولینو په وينا، اوسمهال په ازمايښتي ډول ۱۷ کروندګرو ته دغه بڼونه جوړېږي چې هر کروندګر ته ۷۰۰ نیالګي او اړوند نور وسايل ورکول شول.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس مولوي محمدولي محسن د کب په ۱۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د اکشن آیډ موسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې په مالي لګښت د دغه ولايت په خوږیاڼو او کوز کونړ ولسواليو کې بڼوالو ته د الوچو او ناکو ۱۱ زره او ۹۰۰ نیالګیو اېښودو چارې پیل شوې.
هغه زیاته کړه، یاد باغونه د نشهیي توکو د بدیل پروګرام برخه دي او هڅه کوي د نشهیي توکو مخنیوي په موخه نور بڼونه هم جوړ کړي.
د نوموړي په خبره، د باغونو جوړولو لپاره هر بڼوال ته ۷۰۰ نیالګي ورکړل شول او په نږدې راتلونکي کې به ورته د پایو او لینونو نصبولو چارې هم پیل شي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې چې په دغه پروګرم کې نیول شوو کروندګرو ته په باغونو کې د کرنیزو عملیو ترسره کولو، اوبولګولو، د سرې استعمال، د هرزه وښو د کنټرول او نورو اړوندو برخو کې عملي او نظري روزنه هم ورکړل شوې او په راتلونکي کې به د حاصل ټولولو، بستهبندۍ، سورتبندۍ او نورو برخو کې هم روزنه ورکړل شي.
بلخوا، کروندګر هم د دغو باغونو جوړېدو ته خوښ دي.
عبدالولي چې د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې ورته د الوچو او ناکو باغ جوړېږي، وايي، د باغونو جوړول د نشهيي توکو ښه بدیل هم دی او ترڅنګ يې کورني حاصلات هم ورسره ډېرېږي.
له شاوخوا څلورو کلونو راهيسې چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، د نشهيي توکو پر کرکیله کلک بندیز لګول شوی او د کرنې اداره وايي، له هماغه وخته يې هڅه روانه ده چې په بدیلو فصلونو او د باغونو په جوړولو سره کروندګرو ته له لږ ځمکې د ډېرې ګټې زمینه برابره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP