Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

راپورونه: د بنو برید کې شاوخوا ۴۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۳): د راپورنو له مخې، د خیبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د پاکستان پوځ پر یوه مرکز برید کې تر ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

د مشال راډیو د راپور له مخې، تېره ورځ ماښام مهال لومړی دوو بريدګرو د باروتو ډک جلا جلا موټر د دغه مرکز له دېوال سره چاودولي دي او یوه امنیتي چارواکي ورته ویلي چې وروسته پنځه نور وسله‌وال مرکز ته ننوتي دي.

خو سرچینه زیاتوي، د پاکستان امنیتي چارواکو ادعا کړې چې د پوځ په ډزو پنځه واړه وسله‌وال وژل شوي او پوځيانو ته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

بلخوا د بنو پوليسو او د ضلعي روغتون چارواکو ويلي چې په یاد بريد کې ۱۲ عام کسان وژل شوي او ۳۰ نور ژوبل شوي دي.

خو بي‌بي‌سي د وژل شوو کسانو شمېر ۱۱ تنه ښودلی دی.

بنو کې د چارواکو په وینا، په وژل شوو او ژوبلو کې زیاتره ښځې او ماشومان دي چې دغه پوځي مرکز ته نږدې اوسېدل او د کورونو د بامونو پرېوتو او دېوالونو نړېدو له امله مرګ‌ژوبله ورته اوښتې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دغه برید مسوولیت ‎«جيش الفرسان محمد» په نوم يوې وسله‌والې ډلې منلی دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.