Language

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله سبا له ګرینلنډ سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۳): د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د برازیل په څلور اړخیزو لوبو کې خپله لومړۍ لوبه سبا له ګرینلنډ سره ترسره کوي.

فوټبالي سایټ لیکلي چې یاده لوبه د جمعې ورځ (د کب ۱۷مه) په ۱۲:۳۰ بجو د برازیل په کوربه‌توب ترسره کېږي.

د یادو لوبو د جدول پراساس، د هېواد د فوټسال ملي لوبډله خپله دویمه لوبه د برازیل او درېیمه د ایران له لوبډلو سره ترسره کوي.

د ویلو ده، د برازیل څلور اړخیزې لوبې د افغانستان، برازیل، ایران او ګرینلنډ فوټسال ملي لوبډلو ترمنځ د کب له ۱۳مې تر ۱۹مې د برازیل په کوربه‌توب ترسره کېږي.