Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غزني ښار روښانه کولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

غزني‌ښار (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۳): د غزني ښاروالي وايي چې د ښار روښانه کولو پروژه د نږدې نهه میلیون افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د غزني ښاروال مولوي محمدنبي حمزه د یادې پروژې د پرانیستې پر مهال وویل چې د دې پروژې په بشپړېدو سره د ښار د لومړۍ، دویمې او درېیمې ناحیو سړکونه د شپۍ له لوري روښانه شول.

هغه زیاته کړه چې دغه پروژه درې میاشتې مخکې پيل شوې وه او ۸،۹ میلیون افغانۍ لګښت پرې شوی دی.

د نوموړي په خبره: «د عصري ښاري معیارونو پر اساس، د ښار په کچه د ښاري ښکلا برخه کې نور پروګرامونه هم تر لاس لاندې لرو څو د ښار په بڼه کې غوره بدلون رامنځته شي او د روښانه کولو دغه لړۍ به نورو سیمو ته هم وغځوو.»

بل لور ته، د غزني ښاریان هم د یادې پروژې بشپړېدو ته خوښ دي.

په دې اړه د غزني ښار یوه قومي مشر جمعه‌خان پژواک ته وویل چې په دې ډول پروژو کې هم خلکو ته کار پيدا کېږي او هم ښار ښکلا پيدا کوي.

هغه له ښاروالۍ غوښتنه وکړه چې دغه ډول نورې پروژې هم تطبیق کړي څو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

د یادولو ده، له دې مخکې د غزني ښار اړوند له روضې تر اسفنده سیمې پورې د کابل ـ کندهار پر عمومي لویه لار هم د ښاري ښکلا په موخه څراغونه فعاله شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.