ایبک (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۳): د سمنګان یو شمېر اوسېدونکي وروسته له هغه چې د دغه ولایت په مرکز ایبک ښار کې د چرګ غوښې پلورنځي وتړل شول، د دې غوښې بیې له لوړېدو شکایت کوي او وايي چې د پېرلو توان یې نه لري.
د ځایي مسوولینو په وینا، د احتکار د مخنیوي لپاره د چرګ غوښې پلورونکو ته نرخپاڼې وېشل شوې خو هغوی دا نرخپاڼې نه دي منلې او خپلې هټۍ یې له یوې اونۍ راهیسې تړلې دي.
د ايبک ښار یوه اوسېدونکي حبیبالله پژواک خبري اژانس ته وویل، څو ورځې کېږي چې په بازار کې د چرګ غوښه نه پیدا کېږي، که پیدا هم شي، یوه کیلو په تور بازار کې په ۲۵۰ افغانۍ پلورل کېږي، په داسې حال کې چې مخکې له روژې په بازارونو کې د چرګ یوه کیلو غوښه په ۱۸۰ افغانۍ پلورل کېده.
هغه د دې ترڅنګ چې وايي، د څارویو یوه کیلو غوښه په څه باندې ۴۰۰ افغانۍ ده، زیاته کړه: «زه یې د پېرلو توان نه لرم، د چرګ غوښه چې مخکې یې بیه کمه وه، پېرله مې، خو اوس د هغې د پېرلو توان هم نه لرم.»
هغه زیاته کړه، د سمنګان په بازارونو کې دې د چرګ غوښې پلورنځي پرانیستل شي څو خلک د خپلې اړتیا وړ غوښه وپېرلای شي.
ورته مهال، د ايبک بل اوسېدونکی احمدخان چې له قرهشباغ کلي ښار ته د غوښې پېرلو لپاره راغلی وايي، درې ورځې کېږي چې د چرګ غوښې اخیستو لپاره راځي خو نه بریالی کېږي؛ ځکه چې ټول دوکانونه تړلي او د سړک غاړو د چرګ غوښې پلورونکو هم کاروبار بند کړی دی.
نوموړی له حکومته غواړي چې د غوښې بیه ټیټه کړي او دوکانونه هم بېرته پرانیزي.
بلخوا، د چرګ غوښې پلورونکي وايي چې مسوولینو داسې نرخپاڼې ورته ټاکلې چې د دوی له لګښتونو سره سمې نه دي او حکومت باید نرخ په شرکتونو کې کنټرول کړي.
سمنګان کې د چرګ غوښې یو پرچونپلورونکی محمدقیس وايي، کومې نرخپاڼې چې ورته د مسوولینو له لورې وېشل شوې، په ګټه یې نه دي، اړ دي چې په دې برخه کې له مسوولینو د بیاکتنې غوښتنه وکړي.
هغه څرګنده کړه چې محلي اداره باید هغه شرکتونه چې د چرګ غوښې پلورونکي ترې خریداري کوي، کنټرول کړي څو هم پلورونکي زیانمن نه شي او هم خلک وکولای شي چې د خپلې اړتیا وړ غوښه په مناسبه بیه ترلاسه کړي.
په سمنګان کې د چرګ غوښې یوه بل عمده پلورونکي عبدالخالق هم وویل چې مسوولینو نرخپاڼې وېشلې او له هغوی یې غوښتي چې یوه کیلو غوښه په ۲۲۰ افغانۍ وپلوري، په داسې حال کې چې یوه کیلو غوښه ۲۲۷ افغانۍ ورته تمامېږي.
نوموړي زیاته کړه چې چرګوړي او دانه یې له پاکستانه واردیږي، اوس د تورخم لار بنده ده چې له همدې امله اړ دي غوښه د ورځې د بیې پراساس وپلوري.
د هغه په وینا، ژوندی چرګ یو کیلوګرام په ۱۶۰ افغانۍ پېري او په اخر کې له لګښتونو او ضایعاتو سره یو کیلوګرام په ۲۲۷ افغانۍ ورته تمامیږي چې په ۲۲۰ افغانۍ پلورل ورته تاوان کوي.
ورته مهال، د سمنګان د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي احمدخان خادم له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د یادو پلورونکو خبرې رد کړې او ویې ویل چې د چرګ یو کیلو عوښه له ټولو لګښت سره پرچون پلورونکو ته په ۲۱۰ افغانۍ تمامیږي.
نوموړي زیاته کړه، نهه میاشتې مخکې د سمنګان والي داملا محمدشعیب رسالت تر مشرۍ لاندې یو کمېسیون له اتو نورو ریاستونو سره په همغږۍ جوړ شو؛ دغه کمېسیون هره میاشت د ټولو توکو نوې نرخپاڼې وېشي، مخکې د چرګ غوښې لپاره ۱۸۰ افغانۍ ټاکل شوې وي او د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو سره قصابانو غوښه له همغږۍ پرته یو کیلوګرام په ۲۶۰ افغانۍ پلورله.
هغه وویل، یاد کمېسیون اړ شو څو د چرګ غوښې پلورونکو لپاره نوې نرخپاڼه چمتو کړي او پر هټۍوالو یې ووېشي خو هغوی دغه نرخپاڼه نه ده منلې او په اعتراض کې یې خپلې هټۍ بندې کړې دي.
نوموړي دغهراز څرګنده کړه چې د دې چارې لپاره اړ شول د سمنګان والي مرستیال ملا دادخدا خادم او د چرګ غوښې د پلورونکو ځینو استازو په ګډون یوه بله جسله هم ترسره کړي.
نوموړی ډاډ څرګندوي، نوې نرخپاڼه چې په هغې کې د چرګ یوه کیلو غوښه ۲۲۰ افغانۍ ټاکل شوې، هټۍوالو ته به ورکړل شي، په دې نرخپاڼه کې ټول اړخونه په پام کې نیول شوي او ډېر ژر به په سمنګان کې د چرګ غوښې د پلور ټولې هټۍ پرانیستل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP