Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سږ کال به له افغانستانه ۳۰ زره کسان د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ولاړ شي

کابل (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۳): د حج او اوقافو وزارت سرپرست نن کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې سږ کال به له ټول هېواد څخه ۳۰ زره کسان د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته سفر وکړي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست دوکتور نورمحمد ثاقب نن کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، سږ کال به له ټول هېواد څخه ۳۰ زره کسان د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته سفر وکړي چې په دې سهمیه کې د عامو خلکو ترڅنګ «مجاهدین»، د امارتي ادارو کارکوونکي، د شهیدانو او معلولینو وارثین او کډوال شامل دي.

هغه وویل، یاده سهمیه د سعودي عربستان له لوري افغانستان ته ورکړل شوې چې په شفاف او عادلانه ډول په ټول هېواد کې د حج پر متقاضیانو وېشل شوې ده.

د یاد وزارت د سرپرست په خبره، سږ کال له افغانستانه حج ته له هر تلونکي کس څخه ۲۸۲ زره افغانۍ اخیستل کېږي او زیاته یې کړه چې د سږ کال حج د ټولې پروسې مجموعي لګښت اته میلیارده، ۲۷۸ میلیونه او ۷۷۷ زره افغانۍ دی.

هغه دغه راز وویل، سږ کال به حج ته تلونکي کسان د اریانا افغان او کام‌ایر هوایي شرکتونو له لوري انتقال شي چې له وړاندې ورسره قراردادونه شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د حاجیانو د کاروان لومړی پرواز به د روان هجري قمري کال د ذوالقعدې میاشتې په لومړۍ (۱۴۰۴ کال د غویي ۱۰مه) نېټه ترسره شي.

هغه وویل، د دغه وزارت له لوري لېږل شوي پلاوي په سعودي عربستان کې له یو شمېر شرکتونو سره قراردادونه کړي چې افغان حاجیانو ته د اوسېدو ځایونه، ترانسپورټ او نورو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړي.

د حج او اوقافو وزارت سرپرست وویل، حاجیان کولی شي چې د راتلونکې یکشنبې له ورځې چې د روانې کب میاشتې له نولسمې سره سمون خوري، په مرکز کې د حج، عمرې او زیارتونو له لوی ریاست او په ولایتونو کې د ارشاد، حج او اوقافو له ریاستونو څخه د حج لګښت د تحویلۍ تعرفې تر لاسه او په اړوند بانک کې یې تحویل کړي.

همدارنګه په دې غونډه کې د حج، عمرې او زیارتونو عمومي رییس مولوي محمدنبي محمدي وویل، سږ کال د حج فریضې ادا کولو په موخه په ټول افغانستان کې سل زره کسانو نوم‌لیکنه کړې وه.

نوموړي دغه راز وویل چې تر اوسه دقیقه شمېره نه ده معلومه، خو ټاکل شوې چې سږ کال به شاوخوا ۸۰۰۰ مېرمنې هم د حج کولو لپاره ولاړې شي.

هغه زیاته کړه چې سږ کال به ۶۵۲ کسان د لارښوونکو په توګه له حاجیانو سره سفر وکړي.

د یادونې ده، تېر کال هم له افغانستانه ۳۰ زره کسان د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته تللي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.