Language

لغمان کې د ترافیکي پېښې له امله ۹ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

مهترلام (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۳): د لغمان امنیه قومنداني وایي چې د کابل ـ جلال‌اباد پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو حپل ژوند له لاسه ورکړی او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د لغمان امنیې قومندانۍ د ترافیکو مدیریت عمومي مدیر مولوي حبیب‌الله مبارز نن د (کب په ۱۷مه) پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې د کابل ـ جلاباد پر لویه لاره دټوډي او کرولا ډوله موټرو ترمنځ ټکر شوی.

ده زیاته کړه چې په دغه پېښه کې دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د یوې مېرمنې په ګډون ۷ نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا، پېښه د موټرچلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې او ټپیان د درملنې لپاره د ننګرهار حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي.